شاته

ټرمپ:که جمهور رئیس شم کریمیا د روسیې خاوره پیژنم

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د مقام لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ وایي که چیرته جمهور رئیس وټاکل شي، کریمیا به په رسمي ډول د روسیې خاوره وپیژني.

امریکا او اروپایي اتحاد په کریمیا کې د روسیېنظامي مداخله او د هغې خاورې نیول غندلي او په روسیې یې اقتصادي بندیزونه هم ولګول. بیلاروس چې د روسیې نږدې متحد او ګاونډی هیواد دی، د روسیې سره یې د کریمیا یو ځای کیدل ندي منلي. امریکا او اروپایي هیوادونو په ګډه دا پریکړه هم کړې وه چې په روسیې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو هیڅ پلان نلري.

خو دا لومړی ځل ندی چې ډانلډ ټرمپ د روسیې په هکله داسې څرګندونې کوي چې خلک یې حیران کړیدي. کارپوهان وایي چې په رسمي ډول کریمیا د روسیې د خاورې پیژندل به د امریکا په بهرنۍ پالیسۍ کې یو ستر بدلون وي.

سره لدې چې د جمهوري ریاست لپاره د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري انتخاباتي ټیم ادعا کوي چې روسیې د دیموکراتانو د ملي کنوانیسیون د کمپیوټرونو نه معلومات پدې خاطر پټ کړي و چې د هغه کمزورې کړي او د ډانلډ ټرمپ ملاتړ وکړي خو پخپله د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین تر اوسه په ښکاره توګه د ښاغلي ټرمپ سره خپل ملاتړ ندی څرګند کړی.

روسیه وایي چې د متحده ایالاتو په انتخاباتو کې لاس نه وهي خو د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په شورا کې کارپوه او پخوانی دیپلومات وایني مري وایي "روسیه په ښکاره توګه ټرمپ خوښوي."