BBC
 شاته

میرکل:‌ د کډوالو په تګلاره کې بدلون نه راولم

Image copyright AFP
Image caption هغو پناه غوښتونکو، چې بریدونه یې وکړل، هغه هېواد ته شرم راوړ، چې دوی ته یې هرکلی ووایه میرکل

د جرمني لومړۍ وزیرې په دغه هېواد کې د ګډوالو لخوا له یو شمېر بریدونو وروسته هغه غوښتنې رد کړي چې ګواکې د کډوالو په تکلاره کې دې بدلون راشي.

د جرمني لومړۍ وزیره اېنګلا میرکل وايي د پناه غوښتونکو منلو تګلاره کې بدلون نه راولي،‌ که څه هم په وروستیو بریدونو کې هغه کډوال ښکیل وو چې دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنه کړې وه.

مېرمن مېرکل وايي:

''بریدګرو غوښتل زموږ پراخ فکر او له اړو سره د مرستې کولو هیله ناتوانه کړي، خو موږ په څرګنده دا ردوو.''

مېرمن میرکل د امنیت ټینګښت لپاره وړاندیزونه هم کړي دي.

دغو وړاندیزونو کې د معلوماتو راکړه ورکړه، د ویبپاڼو له لارې د خبرو کونکو څارنه او د انټرنېټ له لارې د وسلو پېر، پلور کنترولول شامل دي.

مېرمن مېرکل د رخصتیو پر مهال برلین کې خبرې غونډې ته وویل: هغه کډوالو چې بریدونه وکړل په یوه داسې هېواد ګوزار وکړ چې د دوی هرکلی یې کړې وو او دوی ته یې پناه ورکړې وه.‌

نورموړې ټینګار وکړ، هغه کسان چې له جګړو تښتي د خوندیتوب حق لري او د جرمني هېواد هغو اصولو ته ژمن دی ، چې مستحق کسانو ته پناه ورکړي.

مېرمن مېرکل زیاته کړه ''د نړیوالیتوب په دې پېر کې دا زموږ تاریخي مسوولیت او تاریخي‌ ننګونه ده.‌ موږ تېرو ۱۱ میاشتو کې ډېر څه تر لاسه کړي دي''

جرمني کې بریدونه

په دې وروستیو کې پناه غوښتونکو جرمني کې دوه بریدونه وکړل.

د یکشنبې په ورځ انسباخ کې یوه سوري کډوال برید وکړ.

د سویلي جرمني بویریا ایالت ویورسبرګ ښار په ریل ګاډي کې یوه افغان کډوال د تبر او چړې په برید کې پنځه کسان ټپیان کړل.

دواړو بریدګرو له اسلامي دولت نومي ډلې سره د وفادارۍ ادعا کړې وه.