شاته

پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د بیرته تگ لپاره جرگې کیږي

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مشر ډاکټر عمران زیب ، د افغانستان د سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال سره ملاقات کړیدی او د افغان مهاجرینو په مسئله ورسره غږیدلی.ډاکټر عمران زیب آشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې مونږ د پاکستان ټولو صوبایي حکوتونو ته لیکلي دي چې د نومبر د میاشتې پورې دې افغان مهاجر نه ځورول کیږي.هغه مهاجر چې اسناد لري هغه دی د روان کال د اخیرې پورې بیرته افغانستان ته ستانه شي او چې څوک اسناد نه لري هغوي دی د نومبر د پنځلسمې پورې یا ځان رجسټرډ کړي او یا دي بیرته افغانستان ته لاړ شي.

ډاکټر زیب دا هم وویل چې د افغانستان دسفیر ډاکټر زاخیلوال سره په دې هم مشوره وشو چې دوي افغان مهاجرینو د مشرانو سره د جرگو دلارې خبرې کوي او دې ته به ېې تشویقوي چې افغانستان کې د دوي د بیرته ابادیدو دپاره شرایط برابر دي او باید خپل اصل ټاټوبي ته لاړ شي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.