BBC
 شاته

فاریاب کې یوه سړي خپله مېندواره نږور په ډزو وژلې

Image copyright bbc

چارواکي وایي، د افغانستان په شمالي ولایت فاریاب کې یوه مېندواره ښځه د خپل خسر لخوا په ډزو وژل شوې او په څنګلوري ولایت غور کې بیا پولیسو یو ۴۰ کلن سړی نیول شوی چې وایي شپږ کلنې نجلۍ سره یې نکاح کړې.

لومړنۍ پېښه د فاریاب د پشتونکوټ ولسوالۍ په چقماق سیمه کې رامنځته شوې ده.

فاریاب کې د بشري حقونو کمیسیون ویلي، دا ۲۰ کلنه ښځه له یوه سړي سره د ټېلفوني اړیکو په تور وژل شوې.

د سیمې يوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، بي بي سي ته وویل، دا ښځه لومړی له کوره تښتېدلې او په لاره کې د پولیسو لخوا درول شوې وه.

دده د معلوماتو له مخې، پولیسو دا ښځه په سیمه کې د قومي مخور کور ته لېږلې او یوه شپه یې هلته تېره کړې ده او وروسته یې پلار ته سپارل شوې چې له یو شمېر دیني علماوو سره ورپسې ورغلی و.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وایي، د وژنې عامل تښتېدلی او دوی یې د نیولو په هڅه کې دي.

فاریاب کې د بشري حقونو کمیسیون ولایتي دفتر چارواکي وایي، دا ښځه د خپل پلار لخوا بېرته د خپل خاوند کور ته ستنه کړل شوې، چې وروسته د خپل خسر لخوا په ډزو وژل شوې ده.

ددغه دفتر رییس حفیظ الله فطرت ویلي چې ددې ښځې وژونکی باید ونیول شي او محکمې ته راکاږل شي.

د یوه بل خبر له مخې، د غور ولایت چارواکو ویلي، پولیسو یو سړی نیولی چې وایي له یوې شپږ کلنې نجلۍ سره یې نکاح کړې ده.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته وویل، ددې سړي عمر څه باندې ۴۰ کاله دی او ویلي یې دي چې دا شپږ کلنه نجلۍ د هغې کورنۍ ده ته د تعویذونو او دعا په بدل کې ورکړې ده.

Image copyright AFP
Image caption تېر کال په عقرب/لړم میاشت کې په غور کې د رخشانې په نوم یوه ښځه له یوه سړي سره د اړیکو درلودو په تور سنګسار شوه.

خو ښاغلي خطیبي وویل، د نجلۍ مور او پلار چې په هرات ولایت کې اوسېږي ددغه کس چې ځان ملا او ملنګ بولي، ادعا رد کړې ده او ویلي يې دي چې ډېر ژر به خپلې لور پسې غور ته لاړ شي.

د والي ویاند وویل، ددغو ضد او نقیضو ادعاوو رېښتینولي به تر څېړنو وروسته څرګنده شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې چارواکو وویل، یوې مېندوارې مېرمنې د خپل مېړه لخوا د شکنجه کېدو له امله په ګېډه شپږ میاشتنی حمل ضایع کړ.