شاته

جنرال وزیري: داعش ستره ماته خوړلې

د افغانستان د دفاع وزارت وايي‌ چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې هغه پلان یې شنډ کړی چې غوښتل یې د ننګرهار د ولایت له لارې د کابل په ګډون د افغانستان شمالي او مرکزي ولایتونو ته خپل فعالیتونه وغځوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې داعش غوښتل د ننګرهار په ولایت کې د شینوارو د اوو ولسوالیو د نیولو وروسته په تیرا کې د خپل مرکز سره د کونړ له لارې بدخشان او د لوګر د ازرې ولسوالۍ له لارې کابل او بیا د کابل له سروبي څخه پروان او کاپیسا ولایتونو ته لاره ومومي‌، خو جنرال وزیري وویل چې په کوټ کې د داعش د مرکزونو په له منځه وړولو افغان ځواکونو ددغې ډلې دا پلان شنډ کړ.

جنرال وزیري وویل " په ننګرهار کې داعش ډیر لوی پلان درلود،‌هغه پلان دا وو چې د شینوارو اوه ولسوالۍ خپل مرکزونه وګرځوي په درې ساعتونو کې دوی کولای شي له تیرا نه د پاکستان له هغې خوا نه ننګرهار ته په موټر کې اکمالات وکړي په اوو ولسوالیو کې، بیا د چپرهار ولسوالۍ، داګام پچیر،د خوږګیاڼیو،‌شیرزاد،حصارک، داعش پلان درلود چې د ازرې له لارې کابل ته نفوذ وکړي، د سروبي او تګاب له لارې کاپیسا ته نفوذ وکړي‌ او د ننګرهار مومندرې له لارې کونړ او له کونړ نه نورستان ته او له نورستان نه بدخشان ته نفوذ وکړي دا د داعش ستر پلان وو، ‌مګر موږ د دوی لپاره پلان درلود پلان مو دا درلود چې موږ ټول خپل قوتونه جمع کړو او د داعش دا ستر پلان ناکام کړو هماغه وو چې تاسې ولیدل موږ په داعش باندې برید وکړ او داعش مات شو".

جنرال وزیري وویل چې په کوټ کې یې د داعش د ماتې وروسته اوس افغان ځواکونو خپل عملیات ددغې ولسوالۍ په ګاونډ کې د هسکې مینې،سپین غر او اچین ولسوالیو ته غځولي‌ دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند همدا شان د خپلو وسله والو مخالفینو پروړاندې د روانو پوځي عملیاتو په باب خبریالانو ته معلومات ورکړل وویل چې افغان ځواکونو په تیرو دوو اونیو کې په ورځ کې په اوسط ډول یولس عملیات ترسره کړي دي.

جنرال وزیري وویل چې په دغو عملیاتو کې یې د داعش او طالبانو اولس لوړپوړي قوماندانان هم وژلي دي.

جنرال وزیري وویل چې ډیر ژر به د ننګرهار په څیر په یو بل ولایت کې هم افغان ځواکونه د وسله والو له منځه وړولو لپاره عملیات پیل کړي.