BBC
 شاته

د 'اسلامي دولت' د بمي بریدونو نوي تکتیک اندېښنې راټوکولي

Image copyright Reuters
Image caption چاودنې کنده ونه ویسته او نه یې هم شاوخوا نژدې ودانۍ ونړولې، خو داسې اور یې بل کړ چې باور کېږي ترټولو ډېر خونړی و.

د عراق په پلازمېنې بغداد کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې لخوا د بمي بریدونو د یوه نوي تکتیک کارولو له امله اندېښنې په زیاتېدو دي.

لوېدیځې امنیتي سرچینې وايي، دغه تکتیک په لومړي ځل د جولای په درېیمه د بغداد په هغه بمي برید کې وکارول شو، چې نژدې ۳۰۰ کسان یې ووژل. دا په نړیواله کچه د اسلامي دولت ډلې په یوه برید کې تر ټولو لویه مرګ ژوبله وه.

دغې بمې چاودنې بغداد کې حیرانتیا او ډار خپور کړ. څو اونۍ وروسته، د دغې ډلې لخوا د تر ټولو ورانکار برید په هکله لا ډېر جزییات را برسېره کېږي.

لویدیځو امنیتي سرچینو بي بي سي ته ویلي؛ د لومړي ځل لپاره داعش د بم جوړولو لپاره له نوي تخنیک نه کار اخیستی او داسې یې د پلازمینې زړه ته رسولی چې په دومره امنیتي پوستو کې څوک پرې پوه نه شول.

Image copyright Reuters

دوی وايي؛ د کیمیاوي موادو ترکیب او داسې عیارول چې د تشخیص امکان یې کم او اغیز یې زیات شي، په خپل ډول کې بېساری و. عراقي امنیتي سرچینو هم ویلي چې چاودنه کې د کارول شویو د کیمیاوي موادو ترکیب ځانګړی و.

یو بل عراقي چارواکي د بي بي سي خبریال لېس ډوسېټ ته ویلي؛ په دې ترکیب د کیمیاوي موادو کارول ښایي یو ځل په ۲۰۰۴ کال کې د القاعدې لخوا شوی وي.

چاودنې کنده ونه ویسته او نه یې هم شاوخوا نژدې ودانۍ ونړولې، خو داسې اور یې بل کړ چې باور کېږي ترټولو ډېر خونړی و.

دا په دې مانا ده چې اسلامي دولت نومې ډلې د لا ډېر زیان رسولو او ډار خپرولو لپاره نوې لارې موندلي. دلته لویدیځ او عراقي کارپوهان نه یوازې دا د عراق لپاره ډېر د اندېښنې وړ او خطرناک بولي چې وايي شونې ده د داعش عملیات تر دې هم واوړي.

بغداد کې دغه چادونه په دې لا ډېره وژونکې وه چې مارکیټ کې د بېړنیو حالاتو د وتلو لارې نه وې او عراقیان د اور په لمبو کې ایسار پاتې وو. دا په دې مانا ده چې دې چاودنه کېانساني مرګ ژوبله تر هغه چې اسلامي دولت نومې ډلې یې تمه درلوده هم لوړه وه.

Image copyright AP