BBC
 شاته

'اروپايي سیاستوال باید د خلکو هیلو ته پام وکړي'

Image copyright
Image caption فرانک والټر سټینمایر

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټنمایر ویلي، اروپايي سیاستوال د خلکو هیلو ته پام وکړي.

فرانک والټر شټینمایر دا خبرې د اروپايي ټولنې د شپږو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له بېړنۍ ناستې پیلېدا مخکې کړې دي.

نوموړي وویل، اروپايي سیاستوال باید یوازې د اروپايي دولتونو هیلې پوره نه کړي، بلکې په وینا یې د خلکو هیلو ته هم پام وکړي.

ده وویل، په داسې حالت کې باید له بېړنۍ پرېکړې ډده وشي.

په پام کې ده چې د راتلونکې چارشنبې په ورځ د بریتانیا په غیاب کې د اروپايي ټولنې سرمشریزه ترسره شي.

دا مهال په اروپايي ټولنه کې ۲۷ غړي پاتې دي.

د برلین په دې بېړنۍ ناسته کې د جرمني، فرانسې، ایټالیا، بلجیم، لوکزامبورګ او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د بریتانیا د وتلو د بهیر او پړاوونو په اړه خبرې وکړې.

د اروپايي کميسون مشر، ژان کلوډي يونکر ویلي، د بریتانیا د ژر وتلو پر سر د خبرو پیلېدو غوښتونکی دی. ده ویلي، نه غواړي ددغه بهیر د پیلېدو لپاره د بریتانیا د نوي لومړي وزیر تر ټاکل کېدو پورې صبر وکړي.

Image copyright AFP

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون تېره ورځ له خپلې دندې د استعفا ورکولو اعلان وکړ. په پام کې ده چې تر څو میاشتو پورې به د بریتانیا نوی لومړی وزیر وټاکل شي.

د یادو شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له اروپايي ټولنې د نورو هېوادونو د احتمالي وتلو د مخنیوي لپاره پر لارو چارو هم غږېږي.

په اروپايي ټولنه کې د ملتپالنې او پوپولیسټ ځینو ګوندونو د بریتانیا د ټولپوښتنې هرکلی کړی چې په وینا یې پخپلو هېوادونو کې به هم دغه ډول بهیر پلی کړي.

پر همدې مهال، بریتانیا د ټولپوښتنې د پایلو تر اعلانېدا وروسته د ونډو په بازارونو کې د پونډ ارزښت راټیټ شوی دی.

د یورو ګروپ (د یورو حوزې د مالیې وزیرانو ډلې) مشر یرون دایسلبلوم هم ویلي، امکان لري ځینې مالي مؤسسې له لندن نه د اروپايي ټولنې ښارونو ته ولېږدي.

Image copyright AFP
Image caption د اروپايي کميسون مشر له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل ''نادوستانه طلاق'' بللی دی

دی وايي، له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته به دغه هېواد ګډ بازار ته محدود لاسرسی ولري.

ځینې اقتصادپوهان په دې اند دي چې امکان لري بریتانیا یوځل بیا له اقتصادي کړکېچ او مخ پر ځوړ حالت سره مخامخه شي، خو ځینو پانګوالو ویلي، د ټولپوښتنې پایله د پانګونې لپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کوي.

Image copyright b