BBC
 شاته

ملګرو ملتونو د بوکو حرام ډلې "وحشیانه" چلند وغانده

Image copyright AFP
Image caption ملګرو ملتونو ویلي د نایجیریا او د سیمې نورو هېوادونو پوځونه د بوکوحرام پرضد مبارزه کې د سرچینو له کموالی سره مخ دي.

ملګرو ملتونو نایجیریا کې د بوکوحرام افراطي ډله تورنه کړه چې نایجیریا کې یې "نژدې د نه باور وړ" تاوتریخوالي او بې رحمي کړې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستونو همغږې کوونکی سټیفن اوبراین وویل، ددغې جګړه مارې ډلې فعالیتونو زرګونه کسان اړ کړي چې له خپلو کورونو وتښتي او ډېر زیات شمېر کسان یې مرستې ته اړ کړي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر ۹ میلیونو ډېر کسان په دغه سیمه کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

بوکو حرام له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې سره بیعت کړی دی.

ښاغلي اوبراین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل، نایجیریا په دغه کړکېچ کې ډېر زیات زیان لیدلی دی. هغه وویل، مرستو ته اړ اووه میلیونه کسان په دغه هېواد کې ژوند کوي.

هغه وویل، د بوکوحرام "فجیع، وحشیانه او د وجدان خلاف" تاوتریخوالی په دې هېواد کې د بشري حقونو د جدي نقض لامل شوی دی.

هغه زیاته کړه، "د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ تر جون پورې له ۵۰ ډېر ماشومان اړ کړای شوي چې څلورو هېوادونو کې ځانمرګي بمي بریدونه وکړي."

Image copyright AFP
Image caption بوکو حرام په ۲۰۰۹ کال کې د اسلامي حکومت جوړولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو سرپرست جېفري فېلټمن وویل، که څه هم په ځینو برخو کې بوکو حرام په شا تمبول شوی، خو لا هم د سیمې ټیکاو ته ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو دواړو چارواکو خبرداری ورکړ چې له دې ډلې سره مبارزه کې سرچینې کمې دي.

دغه وسله واله ډله همداراز د سیمې هېوادونه لکه نایجیریا او کامیرون کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کوي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې د نایجیریا بورنو ایالت د بوکوحرام تر کنټرول لاندي ځینو برخو کې ۲۵۰ زره ماشومان له خورځواکۍ کړېږي.

بوکوحرام په "هوسا" ژبه کې د "غربي زده کړې منع" په معنا دی او دې ډلې په ۲۰۰۲ کال کې خپل شتون اعلان کړ چې تر ډېره له غرب ډوله زده کړو یې پر مخالفت تمرکز درلود.

بوکوحرام په ۲۰۰۹ کال کې د اسلامي حکومت جوړولو لپاره پوځي عملیات پیل کړل.