شاته

د کونړپه ننني لاریون کې یو تن ټپي شوی

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د لرګیو سوداګرو او صنعت کارانو په لاریون کې تاوتریخوالی رامنځ ته شوی او ډزې په کې شو ي دي.

لاریون د وزیرانو شورا د هغې پرېکړې د عملي کیدو لپاره شوی وو، چې له مخې یې د کونړ په ولایت کې دچارتراشو څخه جوړو شوو پخو موادو ته خپله کونړ او نورو ولایتونو ته د لېږد اجازه ورکړل شوېده.

لاریون نن سهار په یولسو بجو د اسداباد بازار په څلور لاري کې پیل شو او په لرګیو بار یوه موټر ته پکې لاریون کوونکو اور هم واچوو.

یو لاریون کونکي وویل:"مونږ لاریون په دې خاطر وکړ چې د کونړ امنیه قوماندان د مشرانو هغه امر نه مني چې د پخو موادو انتقال ته یې اجازه ورکړې ده".

وروسته په لاریون کېهوایي ډزې وشوې، چې د لاریون کونکو د وینا له مخې پولیسو ډزېکړي او لاریون کونکي یې په کونداغونو وهلي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار وايي چې د کونړ امنیه قوماندان د وزیرانو شورا پرېکړه نه مني او په لرګیو بار موټرې یې راګرځولي دي.

نوموړی وايي چې پولیسو په لاریون کونکو ډزې کړي او یو شمېر کسان یې زخمیان کړي دي.

د کونړ والي وحید الله کلیمزی وايي چې د کونړ امنیه قوماندان د وزیرانو شورا د هغې پرېکړې مخنوی کړی چې له مخې یې پخو موادو ته د لېږد اجازه ورکړې ده.

خو د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکا غږ ته وویل چې د دوی پولیسو پر لاریون کونکو ډزې نه دي کړي او لاریون د قاچاقبرو او یو شمېر چارواکو لخوا شوی دی.

نوموړی وايي: " په لاریون کې وسله وال کسان ځای پر ځای شوي وو او ډزې هغوی کړي دي".

نوموړی وايي قوماندانۍ هغه موټرې ودرولي چې قاچاق پکې بار و او دا چاره یې د لرګیو د قاچاق او ځنګلونو د وهنې د مخنیوي په موخه کړی دی.

د کونړ دولتي روغتون رییس ډاکټر فاروق سهاک وايي چې له لاریون څخه ورته یو ټپي وروړل شوی چې حالت یې ښه نه و او ننګرهار ته یې استولی دی.

لاریون د لاریونکو، ولایتي شورا د غړو او د ولایت د والي ترمنځ د یوې غونډې وروسته پای ته رسیدلی دی.