شاته

۲۰۱۶ کې څه باندې ۲۴زره افغانان له اروپا څخه بیرته راستانه شوي

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تیر میلادي کال کې له ۱.۱ میلیونو څخه زیات افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي، چې په کې څه باندې ۲۴زره د اروپايي هیوادونو پناه‌غوښتونکي هم شامل دي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیونه افغانان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د مهاجرت شپې او ورځې تیروي، چې نږدې پینځه میلیونه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت مسلکي مرستیال فاضل احمد عظیمي د یک‌شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې یواځې له اروپايي هیوادونو څخه ۲۴۶۶۱ افغان پناه‌غوښتونکي یا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي او یا هم په جبري توګه راستنول شوي دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه "هغه مهاجرین، چې په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستان څخه راستانه شوي دي، شمیر یې ۷۰۰ زرو ته رسیږي او په ټولیزه توګه شاوخوا ۴۰۰ زره مهاجرین له ایران څخه راستانه شوي دي."

د ژمي په موسم کې له پاکستان، ایران او اروپايي هیوادونو څخه د زیات شمیر افغان مهاجرینو راستنیدل، د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه شمیرل کیږي.

پر دې سربیره په دغه هیواد کې په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو شمیر هم په ۲۰۱۶ کال کې زیات شوی دی.

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمیرو له مخې دامهال په کابل او ولایتونو کې شاوخوا یو میلیون افغانان د ناامنیو او د زورواکانو د زورونې له امله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک وايي، یواځې په ۲۰۱۶ کال کې ۱۶۳۳۷۱ کورنۍ د ناامنیو او طبیعي پیښو له امله له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوي دي.

ښاغلي برمک وویل، چې له دې شمیرې څه باندې سل زره کورنۍ د افغان حکومت او نړیوالو مرستندویو ادارو په مرسته بیرته خپلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل "له یو میلیارد افغانیو څخه زیاتې پیسې د حکومت له بودیجې څخه ځانګړې شوې دي، دا پیسې پخوا ۷۰۰ میلیونه وې، خو سږکال په ولایتونو کې د پيښو کچه ډیره لوړه شوه، په ځانګړې توګه امنیتي پیښې، نو ځکه دا پیسې یو میلیارد افغانیو ته زیاتې شوې. دا مرستې په اکثرو ولایتونو کې ویشل شوي او د مرستې رسونې لړۍ لا هم په یو شمیر ولایتونو کې دوام لري."

ښاغلي برمک وویل، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به افغان حکومت او ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې او مرستندویو هیوادونو څخه د زیان‌منونکو افغانانو لپاره د مرستو د راجلبولو یو پروګرام پیل کړي.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت او د کډوالو د چارو نړیوالې ادارې هڅه کوي، تر څو د راستنیدونکو او په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو لپاره د سرپناه په برخه کې نوې تګلاره جوړه کړي.

د همدغو هڅو په لړ کې افغان حکومت د کورني بې‌ځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو ملي پالیسي جوړه کړې، چې له مخې يې د هغوی لپاره د استوګنې د ځای برابرولو تر څنګ نور خدمتونه هم وړاندې کیږي.

د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت د شمیرو له مخې دا مهال د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د راستانه شوو کډوالو لپاره ۶۱ ښارګوټي جوړ شوي دي، خو لا هم د کډوالو د سرپناه ستونزه په یو شمیر ولایتونو کې حل شوې نه ده.