د سعودي د دفاع وزیر د هیواد ملایانو ته خبرداری ورکړی
د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده بن سلمان السعود پلان لري چې د هیواد په دولتي او اقتصادي نظام کې ستر بدلونونه راولي. یو دیرش کلن محمد غواړي چې په تیلو د سعودي عربستان د اقتصاد اتکا کمه کړي.
محمد بن سلمان چې د سعودي عربستان د اقتصادي او پرمختیایي چارو د شورا مشر هم دی، یوه تګلاره جوړه کړې چې باید تر ۲۰۳۰ کاله پورې تطبیق شي.
ښاغلي سلمان ویلي دي که چیرته ملایان او مذهبي مشران د هغه د اقتصادي پلان او نورو اصلاحاتو د راوستلو په مخکې "خنډونه جوړ کړي او یا خلک تشدد ته وهڅوي،سزا به ورته ورکړل شي."
سلمان د خپلو اصلاحاتو د تطبیق او دا چې د ملایانو سره یې شخړه رانشي، یوه هر اړخیزه تګلاره هم جوړه کړیده چې درې برخې لري. د سعودي عربستان د دفاع غواړي چې میرمنو ته په ټولنې کې زیات رول ورکړي، خلک سپورت ته وهڅوي او د تفریح یا ست تیرۍ په برخې کې پانګونه وکړي.
د ښاغلي سلمان همدا پلانونه دي چې ښایي د ځینو " سخت دریزه ملایانو " خوښ نشي او د تطبیق مخ یې ونیسي. په سعودي عربستان کې لا هم په سینماګانو او کنسرتونو بندیز دي. سلمان غواړي چې دغه شان رواجونه په ټولنې کې بدل کړي.
د سعودي عربستان ملایان او مذهبی مشران یوازې په هغه صورت کې باچا ته مشروعیت ورکوي او په عامه توګه یې د کارونو ملاتړ کوي چې ځان د حرمینو شریفینو خادم وګڼي. عدلي او قضایي سیستم د همدوي په لاس کې دی خو د حکومتدارۍ په نورو چارو کې بیا پدې شرط لاس نه وهي چې باچا به د شریعت خلاف اقدام نکوي.