شاته

پاکستان تر دوشنبې وزیر کډوالو ته د نوم لیکنې وخت ورکړ

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د وزیرستان هغه کورنیو ته چې په افغانستان کې دي تر دوشنبې يې وخت ورکړی چې پاکستان ته دې د بیرته ستنیدیو لپاره نومونه ولیکي.

د څو میاشتو راهیسې کیږي چې پاکستان هڅه کوي چې د وزیرستان هغه اوسیدونکي چې خوست ته اوښتي دي بیرته خپلو کورونه ته ستانه شي.

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ رسما اعلان وکړ چې دغه کورنۍ دې د اګست تر اوله پورې د رجستریشن او تصدیق فورمې ورته وسپاري.

چارواکو ویلي دي چې فورمې یې دغو کورنیو ته ورکړي دي. پاکستاني چارواکو دا خبره هم کړې ده چې هغه کورنۍ چې دغه فورمې ور نه کړي وزیرستان ته د بیرته ستنیدیو په برخې کې به د نامعلومه مشکلاتو سره مخامخ شي.

د ملګروملتونو د مهاجرو ادارې یا یو ان ایچ سي ار ویلي دي چې هغه ارقام چې د ۲۰۱۴ کال تر دیسمبر پورې راټول شوي دي ښيي چې د وزیرستان نه ۲۹۱۸۰۰ کسان افغانستان ته اوښتي دي.

د دغه ادارې ارقام ښيي چې د ۲۰۱۵ کال د مي په میاشت کې په خوست او پکتیا کې د وزیرستان نه ۳۲۵۰۰ کورنۍ، چې ۲۰۵۰۰۰ کسان کیدل، میشتي وي

د وزیرستان د دغو کډه شوو کورنیو زیاتره د خوست د ولایت د ګربز د ولسوالۍ د ګلان په کمپ کې اوسیږي.

پاکستاني چارواکي دا مني چې د بې ځایه شوو کورنیو د بیرته ستنیدو په برخې کې د مشکلاتو سره مخامخ دي.

دغه بیا داسې آوازې پيدا کړي دي چې که چیري بې ځایه شوي کورنۍ د افغانستان نه بیرته وزیرستان ته ستنې نه شي نو پاکستاني تابعیت به یې واخیستل شي.

په وزیرستان کې د پاکستان یو لوړپوړي چارواکي کامران افریدي ویلي دي چې که څه هم پاکستان په افغانستان کې د وزیرستان د بې ځایه شوو کورنیو د بیرته ستنیدو لپاره هڅې کړې دي خو تر تیرې اونۍ یوازې ۱۰ فیصده خلګو د بیرته ستنیدو لپاره خپلې فورمې ورته سپارلي وي.

خو د امریکاغږ سره په خبرو کې په خوست کې د وزیرستان نه راغلو کورنیو ویلي دي چې تر هغو چې د دوی ویجار شوي کورونه بیرته جوړ نه شي او دوی خپل قبایلي ژوند ته پرې نه ښودل شي نو دوی به بیرته وزیرستان ته ستانه نه شي.