شاته

په سوریه کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۹ تنه ووژل

له ترکیې سره سرحد ته نژدې په سوریه کې یوه چاودنه شوې ده او لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل .

په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې چاودنه د شنبې په ورځ وشوه.

برید د یاغیانو تر واک لاندې د اعزاز په سیمه کې په یو مارکیټ کې شوی دی. د اعزاز سیمه د حلب په ولایت کې ده.

چارواکي وايي شاید د تلفاتو شمېره زیاته شي.

د دغه برید مسولیت چا تراوسه نه دی اخیستی. چاودنه داسې مهال شوې ده چې په ټولې سوریې کې اوربند دی.

په سوریه کې له تېرو څو کلونو راهېسې جنګ روان دی چې سلګونه زره خلک په کې ووژل شول او میلیونونه نور بې کوره شول.