شاته

امریکا وايي له افغانستان سره یې ژمنې اوږدمهاله دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي معین حکمت خیلیل کرزی وايي، چې نن یې په کابل کې له خپل امریکايي سیال سره د امریکا د نوې ادارې په ګډون د سیمې د بدلونونو او نورو علاقې وړ مسلو په باب خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال توماس شنن، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې په ورځ د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د خبرو ترڅنګ د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست او سیاسي معین حکمت خلیل کرزي سره د افغانستان، امریکا او سیمې په مسلو خبرې وکړې.

توماس شنن او حکمت خلیل کرزي د دغو کتنو په پای کې خبریالانو سره په لنډو خبرو کې افغانستان سره د امریکا د نوې ادارې د اړیکو او همکاریو په باب څرګندونې وکړې.

توماس شنن، دافغانانو سره د امریکا د اوږدې مودې د مرستو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې کابل ته یې د سفر یو هدف په تیرو اتو کلونو کې د جمهوررئیس باراک اوباما د ادارې سره د افغان حکومت د ګډ کارله امله د دغه حکومت د مشرانو او د افغانستان د خلکو څخه د مننې څرګندول وو.

ښاغلي شنن وویل "خو دوهمه خبره چې زه یې یادونه کوم ، د امریکا د ډیپلوماتیکي ماموریت د یو اوږد مهاله غړي په توګه افغانستان سره زمونږ تعهدات د جنورې په شلمه پای ته نه رسیږي، برعکس دا اړیکې به لا پراخه او ژورې شي، د دغو اړیکو ستراتیژیک اهمیت مونږ ټولو ته څرګند دی او هغه ستر فرصتونه او امکانات چې دلته شته کله چې مونږ راتلونکي ته نظر واچوو په افغانستان کې زمونږ ښکیلتیا به څرګنده کړي".

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي په ټینګار وویل، چې افغانستان سره د امریکا اړیکې او مرستې تل پاتې او د اوږدې مودې لپاره دي.

توماس شنن وویل، چې د افغانانو او امریکایانو او د دواړو حکومتونو ترمنځ موجود اتحاد، مهم او تل پاتې دی، چې له امله یې ښاغلي شنن د امریکا په استازیتوب مننه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست او سیاسي معین حکمت خلیل کرزي هم په خپلو خبرو کې د جمهوررئیس باراک اوباما د ادارې سره د افغان حکومت د نږدې او دوستانه اړیکو د یادونې پر وخت وویل چې نن یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د امریکا نوي حکومت سره د افغان حکومت په اړیکو هم خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي وویل "بحث پر دې هم وشو چې د راتلوونکي ادارې سره په راتلوونکو هفتو کې بحث وکړو پر اساسي امنیتي مسایلو باندې، تاسو اکثریت په جریان کې یاست د افغانستان امنیتي مسایل په تیر دوه رزه پنځلس او دوه رزه شپاړس یو د اساسي مشکلاتو څخه وو او زمونږ امنیتي قواو یو ستر مسولیت درلود او هر افغان زمونږ د امنیتي قواوو څخه منندوی دي چې دغه شجاعت یې ښکاره کړی دی اود افغانستان امنیت یې پر خپلو اوږو اخیستی دی، زمونږ په حیث د ډیپلوماټانو لوی مسولیت دغه دی چې دوی ته تجهیزات او امکانات چې لازم دي برابر یې کړو".

حکمت خلیل وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال سره یې په سیمه کې د یو لړ رامخې ته شوو بدلونونو په باب هم خبرې کړي دي.

ښاغلي کرزي وویل "پخپله د سیمې په جلا جلا برنامو په جلا جلا حالاتو باندې بحث وشو په تیرو هفتو کې یو څه تحولات راغلي دي او یو څه برنامې پیښې شوي دي پر هغه مو مفصل بحثونه وکړل، به تروریزم مو ډیر مشخص بحث وکړ او خصوصآ هغه کړۍ چې د دې پدیدې څخه ناوړه ګټه پورته کوي پر دغه مو بحث وکړ او ضمنآ د افغانستان په امنیتي قواوو مو بحث وکړ".

د افغانستان جمهوري ریاست هم په یو بیان کې ویلي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن په ارګ کې د توماس شنن سره کتلي دي.

په دې کتنه کې چې د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په ګډون یو شمیر لوړپوړو حکومتي چارواکو هم برخه لرله، دواړو لوریو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د همکاریو، تروریزم سره د مبارزې او د سیمې د ثبات او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحده ایالتونو د همکاریو، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي تمویل او په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې غځولو په اړه د جمهور رئیس اوباما د تصمیم قدرداني کړې او ویلي يې دي، چې د امریکا نوي حکومت سره به د بنیادي بین المللي شریک په توګه د افغانستان دوستانه اړیکې او مناسبات لا پراخه شي.

د ارګ د بیان له مخې، جمهور رئیس غني د تروریزم د خطرونو د دفعه کولو لپاره چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره مشترک ګواښ دی د افغانستاناو د بین المللي شریکانو ګډه مبارزه حتمي وبلله.