شاته

نظرپوښتنه: افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې بریالي دي

یوه تازه نظر پوښتنه ښيي، چې د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو پوځي عملیات په بریالي توګه ترسره شوي، خو په دې نظرپوښتنه کې ۴۵ فیصده خلکو له اسلامي حزب سره د سولې موافقه بې‌ګټې بللې ده.

د افغانستان د خپلواکۍ په نوم یو بنسټ نن د خپلې یوې نظرپوښتنې جزئيات، چې 'د خلکو له نظره د ملي یووالي حکومت د کارونو' په اړه د افغانستان په شپږو زونونو کې ترسره شوې، له رسنیو سره شریک کړل.

په دې نظر پوښتنه کې له ۳۰۱۱ کسانو سره چې ۵۹ فیصده نارینه او ۴۰.۹ فیصده ښځې په کې شاملې دي، د ملي یووالي حکومت د کارونو په اړه مرکې شوې دي.

د دغه بنسټ غړي سید روح‌الله رضواني د نظرپوښتنې د نتایجو د خپرولو پر مهال وویل، په دې نظرپوښتنه کې د سولې او جګړې، د اقتصادي زیربناو پراختیا، بهرنۍ سیاست او په ټوله کې د پخواني حکومت او د ملي یووالي حکومت د کارونو مقایسه شوې ده.

سوله او جګړه

دا نظرپوښتنه ښيي، چې اکثرو ګډونوالو د وسله‌والو طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات، د افغان ځواکونو تجهیز او د وارسا په غونډه کې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ ګټور بللی، خو په همدې حال کې اکثرو ګډونوالو د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې موافقه بې‌ګټې بللی دی.

د نظرپوښتنې شاوخوا ۷۷ فیصده ګډونوالو ویلي، چې افغان ځواکونو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې سم عمل کړی، خو شاوخوا ۱۷ فیصده نورو بیا دا عملیات اغیزمن نه دي بللي.

طالبانو تر اوسه د دغې نظرپوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

د دې نظرپوښتنې له مخې اکثرو ګډونوالو له افغان ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د دغو ځواکونو تمویل او تجهیز د افغانستان د امنیت لپاره ګټور بللی دی.

د سولې په برخه کې د نظرپوښتنې ۴۵ فیصده ګډونوالو ویلي، چې له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې موافقه اغیزمنه نه ده، خو ۴۳ فیصده نورو بیا دا موافقه ګټوره بللې ده.

بهرنی سیاست

د دغې نظرپوښتنې د شمیرو له مخې ۶۳ فیصده ګډونوالو له پاکستان سره د افغانستان اړیکې د خپل هیواد په ګټه نه ګڼي، خو ۲۵ فیصده نورو بیا دا مثبتې بللې دي.

دغه راز د نظرپوښتنې ګډونوالو د افغانستان او هند اړیکو ته خوشبیني ښودلې او نږدې ۸۳ فیصده کسانو ویلي، چې دا اړیکې د افغانستان په ګټه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په اوس وخت کې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ترینګلې دي، خو بل خوا له هندوستان سره د افغانستان اړیکې د بل هروخت په پرتله نږدې او ښې دي.

همدا شان د دغې نظرپوښتنې ۴۱ فیصده ګدونوالو د کابل او تهران اړیکې د افغانستان په ګټه بللي او نږدې ۲۵ فیصده نورو بیا ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکې د دغه هیواد لپاره یا بې‌ګټې دي او یا هم هیڅ ګټه نه لري.

له چین او روسیې سره د افغان حکومت د اړیکو په اړه، که څه هم ۶۶ فیصده کسانو د چین د اړیکو په تړاو مثبت نظر څرګند کړی، خو له روسیې سره د مثبتو اړیکو دا کچه ۴۱ فیصدو ته رسیږي.

د نظر پوښتنې ۶۱ فیصده ګدونوالو د افغانستان او امریکا، ۶۰ فیصدو د افغانستان او اسلامي هیوادونو او ۵۵ فیصدو د افغانستان او اروپايي هیوادونو ترمنځ اړیکې د خپل هیواد په ګټه بللي دي.

په ټوله کې د نظرپوښتنې ۴۲ فیصده ګډونوالو د ملي یووالي حکومت بهرنی سیاست د پخواني حکومت په پرتله مثبت ګڼلی او ۲۷ فیصده خلکو په دې برخه کې منفي نظر ورکړی، خو ۲۸ فیصده نورو بیا ویلي چې د دواړو حکومتونو بهرنی سیاست یو شان دی.