اسرائیل د ملګرو ملتونو سره ۶ میلیونه ډالره مرستې کموي
اسرائیل اعلان کړی چې په روان میلادي کال کې به د ملګرو ملتونو سره خپلې ۶ میلیونه ډالر مرستې کمې کړي. اسرائیل وایي دا اقدام د امنیت د شورا په هغې پریکړې د اعتراض لپاره کوي چې په ختیځ بیت المقدس او لویدیځه غاړه کې یې د ناقلو یهودانو لپاره د کورونو د جوړولو بندیدل غوښتل.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پدې رایه ګیرۍ کې متحده ایالاتو سپینه ما ممتنع رایه ورکړله چې د اسرائیل لخوا په سختو ټکو وغندل شوه. خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دې پریکړې ننګه وکړله او زیاته یې کړه چې دغه اقدام د دوه بیلو هیوادونو د جوړیدو د حل لپاره ضروری ده.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ویلي دي چې دا مرستې به په هغو ادارو بندې شي چې د " اسرائیل ضد " ګڼل کیږي. د اسرائیل استازي ډني ډنان وایي د هغو ادارو سره مرسته کول " غیرې منطقي عمل دی چې په ملګرو ملتونو کې زمونږ پر ضد دي "
د اسرائیل دغه استازي همدارنګه ویلي دي چې د متحده ایالاتو د نوي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره به په ګډه کوښښ وکړي چې په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل ضد اقداماتو مخه ونیسي.
ډونالډ ټرمپ چې د همدې میاشتې په شلمې نیټې سپینې ماڼۍ ته ځي،د امنیت د شوار د رایه ګیرۍ نه وروسته ویلي و چې د " جنوري د شلمې نه وروسته به دا شان کارونه په ملګرو ملتونو کې ونشي. "
د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو هم ټرمپ خپل ملګری یاد کړی و او ویلي و چې هغه سره به په ګډه کار کوي.