BBC
 شاته

''د مېړه شکنجې یې د مېرمنې شپږ میاشتنی حمل ضایع کړی''

Image copyright .

د افغانستان تخار ولایت کې یو ځايي چارواکی وايي، څلور ورځې مخکې دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن دومره شکنجه کړې، چې شپږمیاشتنی حمل یې ضایع شوی دی.

د نوموړي په وینا دوی پر یادې مېرمنې د شوي زور زیاتي بشپړ معلومات لپاره د کندوز روغتون طبي معایناتو پایلې ته انتظار کوي.

دغه ۲۳ کلنه مېرمن د تخار ولایت اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې اوس په کندوز روغتون کې بستري ده او مېړه یې تښتېدلی دی.

دې مېرمنې بي بي سي سره خبرو کې ویلي، مېړه پرې د کوتکو، چاکو او بیاتي ګوزارونه وکړو او دا بې هوښه شوه، خو کله چې بېرته په هوښ راغله ویې لیدلي، چې شاوخوا یې وینې پرتې دي. هغه وايي:

''چاکو او بیاتي یې لاس کې وو، زه بې هوښه شوم، کله چې په هوښ راغلم و مې لیدل چې ټول غولی په وینو لړلی دی، نه پوهیږم څه یې کړي او څه یې نه دي کړي.''

د روغتون مشر نعیم منګل وايي په دوسیه کې د دغې ښځې تناسلې الې غوڅېدو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو وايي نوموړې د شکنجې له کبله د شپږو میاشتو حمل ضایع کړی دی.

هغه سرچینې چې له بي بي سره یې خبرې کړې وايي، د شکنجې له کبله د ښځې پوټکی شین اوښتی او وايي مېړه یې د سر ویښته خریلي دي. هغه په دې تور داسې شکنجه شوې چې ګواکې د خپل میړه له خور سره یې مرسته کړې وه چې له کاله وتښت.

د تخار امنیې قومندان نورمحمد حکیمي وايي، پولیس د دغې ښځې د تښتېدلي مېړه لټون کوي. په تخار کې له مېرمنو سره زور زیاتي نوې پېښه نه ده، بلکې په دغه ولایت کې دغه ډول پېښې له دې مخکې هم شوې دي.