BBC
 شاته

'قوي سپورتي څښاک د تنکیو ځوانانو روغتیا ته خطرناک دي'

Image copyright

دغاښونو ډاکټران وايي، هغه تنکي ځوانان، چې ډېره خوږه لرونکي سپورتي څښاک څښي د غاښونو ورستېدو له پرلپسې خطر سره مخامخ دي.

د کاردیف پوهنتون څېرونکو ته له ۱۲ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ پورې داسې ۶۸ سلنه ماشومانو چې پوښتنې یې ورنه کړې، ویلي، چې په اونۍ کې لږ تر لږه یو ځل دغه څښاک څښي.

څېړونکي وايي ډېری ماشومان او مېندې پلرونه یې په دې نه پوهېدل، چې دغه ډول څښاک د ماشومانو لپاره مناسب نه دی.

بل لور ته د دغو څښاکو تولیدکونکو بریتانوي شرکتونو ټولنې ویلي دغه ډول څښاک یوازې له سخت فزیکي فعالت وروسته د څښلو لپاره جوړ شوي دي.

نیمايي ماشومانو ویلي دوی د لوبو پر مهال د دغو څښاکو څښلو پر ځای یوازې نورو ته په کتو سره دغه څښاک څښي او ۱۸ سلنه هغو بیا ویلي، چې دوی د بدني فعالیت ډېرولو لپاره دغه څښاک کاروي.

څېړونکي وايي دوی له دې کبله ډېر اندېښمن دي، چې دغه څښاک په میله ځایونو کې ډېر پلورل شوي دي.

د غاښونو د روغتیا برخې پروفیسوره ماریا مورګن وايي:

د سپورتي څښاکو پر اصلي موخه ډېر خلک نه دي پوه شوي او څېړنه ښيي، چې تنکي زلمیان دغه ډول څښاک ډېر کاروي، چې خوږه پکې ډېره ده او د غاښونو ناروغیو ډېرېدو له پرلپسې خطر سره مخامخ دي.

د سپورتي درملو فاکولتې د ماشومانو لپاره د دغو څښاکو پر اعلانونو د نورو سختو بندیزونو غوښتنه کړې.

د بریتانیا غاښونو ډاکټرانو اتحادیې رووس لاډوا، وايي سپورتي څښاک ښايي روغتیا ته لږ ګټه ولري او په اړه یې ولس ته او په ځانګړې توګه ځوان کول ته اعلانونه خپرول سخته بې مسوولیتي ده:

'' سپورتمنان ښايي دغه څښاک کارولو ته دلیل ولري، خو که هر څوک یې څښي نو نه یوازې د خولې په ناورغیو د اخته کېدو خطر یې ډېر دی، بلکې عامې روغتیا ته یې هم زیانمونکې چاره ده.''

.