شاته

د بالیووډ وتلی لوبغاړی اوم پوري د ٦٦ کالو په عمر مړ شو

د باليووډ مشهور هنرمند اوم پوري د زړه د دریدو له وجې د ٦٦ کلونو په عمر مړ شو.

اوم پورې تیره شپه د ممبای په يو روغتون کې بستر شوی و خو د جمعې په سهار يې ساه ورکړه.

هغه د ١٩٥٠ کال د اکتوبر په ١٨ د هند د هريانه ايالت په انباله سيمه کې زيږيدلى و.

اوم پورې په ١٩٧٦ کې فلمي نړۍ ته مخه کړې وه او لومړی فلم یې په مراټهي ژبه و چې هغه پخپله هم یو مراټهي و.

سندرغاړي انوپم خیر چې د ام پوري ملګری هم دی ویلي چې ښاغلي پوري د ۶۶ کلونو په عمر د زړه د درېدو له امله مړ شوی دی.

ام پوري د هند سینما تر څنګ په هالیوود او بریټانوي فلمونو کې هم رول لوبولای او څو معتبره نړیوالې جایزې یې ګټلي دي.

هغه د کمېډې "ایسټ ایز ایسټ" په فلم کې چې په بریټانیا کې د یو پاکستاني کډوال ژوند تمثیلوي هم رول لوبولی دی.

د ام پوري جسد د هندوانو له مذهبي مراسمو سره سم نن د جمعې په ورځ سوځول کیږي.