شاته

افغانستان له روسیې نه جنگي هلیکوپترې وغوښتل

د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر له روسي مقاماتو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان هوايي ځواکونو ته د Mi-17 او Mi-35 هلیکوپترې برابرې کړي.

ښاغلي اتمر همداشان له روسیې غوښتي چې د افغان هوایي پوځ د تجهیزاتو د ترمیم لپاره د افغانستان په د ننه کې د امکاناتو د برابرولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو لیکې چې د طالبانو د رژیم له پرزیدو وروسته د د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو په مرسته له سره جوړې شوې په کې زیات شمیر هغه سرتیري او منصبدار دنده ترسره کوي چې د پخواني شوروي اتحاد د پلوي نظامونو په پوځ کې یې خدمت کړی او د روسي وسلو او تجهیزاتو سره اشنا دي.

ښاغلي اتمر په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان د پوځ روسي وسلو ته د مهماتو په برابرولو کې د روسیې همکاري راجلب کړه.

له دې دمخه هم د افغانستان حکومت له روسیې څخه د هیلیکوپترو او جنگي وسایلو د رانیولو هڅه کړې وه. اوس د افغانستان د ملي امنیت د شورا د خبرپاڼې له مخې د روسیې د حکومت یوې ځانگړې کاري ډلې په دې هکله جدي غور او ارزونه پیل کړې ده.

دغه اعلامیه وایي چې روسي زمقاماتو ژمنه وکړه چې په نظامي برخو کې به د افغان محصلینو لپاره تحصلي بورسونه زیات کړي.

د طالبانو د رژیم له ماتې وروسته او په افغانستان کې د نوي حکومت په رامنځ ته کیدو سره دا لومړی ځل دی چې افغان لوړپوړي مقامات او روسیه په پوځي، سیاسي او اقتصادي مسایلو بحث او غونډه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې له دې وروسته به د دواړو هیوادونو مقامات په منظمه توگه د ځانگړو اجنداو په اړه لیدنو کتنو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د هوایي پوځ تجهیز او وسله وال کول د امریکا د متحده ایالاتو او ناتو له اولیتونو څخه دي چې د وارسا په کنفرانس کې پرې توافقژ شوی دی. ټاکل شوی چې امریکا او ناتو تر ٢٠٢٠ کال پورېې هر کال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره ۴.۵ میلیارده ډالر مرسته وکړي.