شاته

یوه الوتکه د لمر د انرژۍ نه په استفادې د نړۍ چاپیره وگرځیده

د سولر امپولز ٢ په نامه د لمر په انرژۍ چلیدونکې الوتکې د نړۍ پر شاو خوا د ١٧ میاشتني سفر او ۴٢٠٠٠ زره کیلومیتره واټن تر وهلو وروسته بیرته ابو دابی ته راستنه شوه.

سولر امپولز ٢ لومړنۍ الوتکه ده چې د لمر له انرژۍ څخه په استفادې د نړۍ پر شاو خوا راوڅرخیدله.

په سویس کې ددې جوړې شوې الوتکې دوو سویسي څیړونکو اندرې بورشبرگ او برتراند پیکارت وکولای شول چې په دې کار سره د انرژۍ د نویو منابعو وړتیا په ډاگه کړه.

د سولر امپولز ٢ الوتکې سویسي پیلوټان او څیړونکي

د سولر امپولز ٢ الوتکې سویسي پیلوټان او څیړونکي

دغه الوتکه د ٢٠١٥ کال د مارچ په ٩ له ابو دابۍ نه والوتله او په ساعت کې د ٨٠ کیلو میتره واټن په وهلو سره یې ٥٠٠ ساعته پرواز وکړ.

د هوا د خرابۍ په نتیجه کې ددې څلور ماشینه الوتکې انجن زیانمن شو او مجبوره شوه چې د خپل ١٦ مرحله یي پرواز په ترڅ کې څو میاشتې پر ځمکه پاته شي.

دغه الوتکه د خپل سفر په ترڅ کې په عمان، هند، برما، چین، جاپان، متحده ایالاتو، اسپانیا، ایټالیا، مصر او په عربي متحده اماراتو کې تم شوی ده.

د سولر امپولز ٢ الوتکه د سانفرانسیسکو د گولډن گیټ پله دپاسه د الوتنې پر وخت

د سولر امپولز ٢ الوتکه د سانفرانسیسکو د گولډن گیټ پله دپاسه د الوتنې پر وخت

همداشان دغه په پاکې انرژۍ چلیدونکې الوتکه د امریکا په متحده ایالاتو کې په کالیفرنیا، ایروزونا، اوکلهاما، اوهایو، پنسلوانیا او نیویارک کې ښکته شوی وه.