BBC
 شاته

د پاکستاني جنرالانو یو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته تللی

Image copyright Getty
Image caption د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري کمه شوې او پر تورخم تګ راتګ هم لږ شوی دی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پاکستاني جنرالانو یو پلاوی افغانستان ته ورغلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوځي ستونزو خبرې وکړي.

د دغه وزارت ویاند بي بي سي ته وویل، دواړه خواوې به د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پوځي ستونزو د رامنځ ته کېدو پر مخنیوي هم خبرې وکړي.

د پاکستان جنرالانو نهه کسیز پلاوی پر ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو تر منځ له نښتو وروسته کابل ته سفر کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي له افغان اړخ سره د پاکستاني جنرالانو ناسته د نوبتي غونډو یوه برخه ده چې دا ځل به په کې تر ډېره د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د سرحدي ځواکونو تر منځ وروستیو تاوتریخوالو ته کتنه وکړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل، د دواړو خواوو جنرالانو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د عملیاتي اطلاعاتو په شریکولو او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

پاکستاني جنرالان داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي، په تېره بیا په تورخم کې د دواړو غاړو ترمنځ وروستیو نښتو د دغو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کړی دی.

د بېلګې په توګه د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري کمه شوې او پر تورخم تګ راتګ هم لږ شوی دی.

Image copyright AP
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وايي هیله لري چې وروستۍ ناسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پوځي تاوتریخجن حالت په له منځه وړلو کې مرسته وکړي

پاکستان په دې باور دی چې د افغان حکومت وسله وال مخالفین د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي او پوځیان مجبوره دي په دغه لاره کې خنډونه جوړ کړي.

په ورستیو کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې مخکیني مشر رحمت الله نبیل رسنیو ته ځینې سندونه وښوول او ادعا یې وکړه چې د پاکستان پوځي څارګره اداره یا ای ایس ای د حقاني شبکې په ګډون د هغه په وینا د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي هیله لري چې وروستۍ ناسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پوځي تاوتریخجن حالت په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.