BBC
 شاته

پاکستان کې د بریتانوۍ مېرمنې د 'پت' په نامه د وژنې ادعا شوې

Image copyright AFP

د پاکستاني پنجاب د جهلم سیمې پولیس وايي، دوی د هغې مېرمنې په هکله پلټنه کوي، چې خپلوان يې وايي، د زړه د حملې له امله يې ساه ورکړې. خو ددغې مېرمنې مېړه بیا ددې پر کورنۍ او خپلوانو تور پورې کړی چې دغه مېرمن يې د پت په نامه وژلې.

۲۸ کلنه سمیه شاهد پاکستانۍ تبعه بریتانوۍ ده او د سید مختار کاظم په نامه له یوه ځوان سره يې د ۲۰۱۴م عیسوي کال په سپټمبر میاشت کې واده کړی و.

سمیه شاهد تردې وړاندې لومړی واده د خپل تره له زوی سره کړی او بیا يې طلاق اخیستی و. د سميې خاوند وايي، د هغې کورنۍ له ده سره ددې پر واده اختلاف درلود، ځکه چې ددې د کورنۍ په خبره هغې له خپلوانو بهر ولې واده وکړ.

د جهلم سیمې پولیسو وروسته له هغه دا پلټنې پېل کړې، چې د بریتانيې د پارلیمان يوې غړې ناز شاه ددې وژنې د پلټنو په هکله ورته یو خط لیکلی و.

د یادې سیمې د پولیسو مشر عقیل عباس نن سې شنبه له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، دوی ددې مړې شوې مېرمنې د پخواني خاوند او د هغې د مور او پلار پر ضد کېس ثبت کړی او نورې پلټنې يې پېل کړې دي.

د پولیسو په خبره سمیه د تېري چارشنبې په ورځ چې د روانې میاشتې ۲۰مه کېږي، مړه شوې، هملته په جهلم سیمه کې خاورو ته سپارل شوې او ډاکټرانو يې د هغه وخت په پلټنو کې داسې شواهد نه دي لیکلي چې ګواکې ددې پر بدن دي کوم نښان و.

د سمیې خاوند سید مختار کاظم وايي، دوی له تېرو دوو کلونو راهیسې په دوبۍ کې اوسېدل او څو ورځې وړاندې يې مېرمن خپلوانو له دوبۍ پاکستان ته په دې پلمه را بللې وه، چې په خپلوانو کې يې څوک جدي ناروغ دی.

د کاظم په خبره مېرمن به يې د تېري پنجشنبې په ورځ بېرته ستنېده خو د چارشنبې په ورځ يې هغه د مرګ خبر ورکړل شو. د سميې مېړه وايي، هغه د پت په نامه وژل شوې خو خپله د سميې پلار او کورنۍ بیا دا تورونه ناسم بولي.