BBC
 شاته

'ځانمرګی د نجونو پر ښوونځي تر برید وړاندې لوګر کې نیول شوی'

Image copyright NDS
Image caption نیول شوي کس اعتراف کړی چې پاکستان کې یې پوځي د او ځانمرګي برید روزنه ترلاسه کړې او غوښتل یې چهاراسیاب کې د نجونو پر ښوونځي برید وکړي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي، حقاني شبکې پورې اړوند یو ځانمرګی بریدګر یې نیولی چې غوښتل یې د نجونو پر ښوونځي ځانمرګی برید وکړي.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه کس د لوګر په خوشي ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې په لړ کې نیول شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوی چې نیول شوی کس په جګړه کې ټپي شوی دی.

ملي امنیت ریاست ویلي، نیول شوي اعتراف کړی چې غوښتل یې د حقاني شبکې په امر د کابل په سوېل چهاراسیاب سیمه کې د نجونو پر یوه ښوونځي برید وکړي.

د افغانستان څارګرې ادارې ددغه کس د اعترافاتو یوه ویډیو هم خپره کړې چې په هغې کې وایي، د پاکستاني روزونکو تر نظر لاندې د پاکستان په میرانشاه کې یې پوځي او د ځانمرګي برید روزنه لیدلې ده.

طالبان د ښځو د زده کړې مخالف دي او د خپل حاکمیت پر مهال (۱۳۷۵ تر ۱۳۸۰) یې د نجونو ټولې تعلیمي ادارې وتړلې.

په تېرو کلونو کې دولتي سرچینو څو ځلې راپور ورکړی ددغې ډلې وسله والو د نجونو پر ښوونځیو برید کړی او سوځولي یې دي.

اوسمهال د افغانستان په سوېل کې د نجونو سلګونه ښوونځي د ناامنیو او ددې ډلې د مخالفیت له امله تړلي دي او سلګونه زره زده کوونکي له زده کړو محروم دي.

حقاني شبکه چې نیول شوی کس یې غړی پېژندل شوي، هغه ډله ده چې افغانستان کې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت پرې اچول کېږي.

په دولتي راپورونو کې معمولا حقاني شبکه له طالبانو بېله یادېږي، خو د طالبانو د نوي مشر ملا هبت الله اخندزاده ټاکل کېدو سره د حقاني شبکې مشر د هغه مرستیال اعلان شو.

طالبانو تل حقاني شبکه د "اسلامي امارت" برخه بللې ده. اسلامي امارت رسمي نوم دی چې ‌طالبانو د خپلې ډلې لپاره غوره کړی.