BBC
 شاته

خامو هګیو خوړل مېندوارو مېرمنو ته خطر نه لري

Image copyright THINKSTOCK

بریتانیا کې تر یوې نوې ارزونې وروسته ویل شوي چې نور باید مېندوارو ښځو ته دا سپارښتنه ونشي چې خامې هګۍ یا نیمه پخې کړې هګۍ دې نه خوري.

بریتانیا کې د خوړو میکربیولوژیکي خوندیتوب مشورتي کمېټې ویلي، د بریتانیا کې د تولید شویو هګیو نه پر سلامونیلا ناروغۍ د اخته کېدو خطر "ډېر کم" دی.

دغې کمېټې ویلي، دا په دې معنی ده چې خامې یا نیمه خامې هګۍ زیانمنونکي کسان لکه بوډاګان او ځوانانو هم خوړلی شي.

د خوړو سټنډرډ ادارې پر دې موضوع سلا مشورې پیل کړي دي.

ددغې کمېټې راپور کې ویل شوي، په ۲۰۰۱ کال کې په همدې تړاو د یوه راپور تر خپرېدو وروسته، په بریتانیا کې له تولید شویو هګیو نه د سلومونیلا میکروبیوژیکي خطر کچه ډېره زیاته کمه شوې ده.

د کمېټې سپارښتنه به یو ډول هګۍ د ډېر کم خطر لرونکې وښيي او دا یوازې د هغو هګیو لپاره وي چې د بریتانوي چرګانو وي او د بریتانیا د هګیو د تولید مقررې یا ورته معیار سره برابر وي.

کمېټې همداراز خبرداری ورکړی چې د خوندیتوب لارښوونې باید هرومرو په پام کې ونیول شي، لکه هګۍ په سمه توګه وساتل شي او په ځانګړې موده کې وخوړل شي.

د خوراکي توکو د سټنډرډ ادارې ویلي، دوی ددغه راپور په ځواب کې اته اوونیزه مشوره پیل کړې او له ټولو یې غوښتي چې خپل نظرونه د خوراکي توکو په اړه وړاندې کړي.

دغې کمېټې ویلي؛ د اوس لپاره دې د زیانمنونکي کسان د خوراکي توکو د مسمومیت د خطر له امله، نیمه خامې هګۍ یا هم هغه خواړه نه خوري چې پاخه شوي نه وي یا لږ پاخه شوي وي او خامې هګۍ ورسره ګډ وي.

Image copyright Thinkstock
Image caption بریتانیا کې د خوړو میکربیولوژیکي خوندیتوب مشورتي کمېټې ویلي زیانمنونکي کسان دې د اوسمهال لپاره خامې هګۍ نه خوري.