BBC
 شاته

کورنیو چارو وزارت: فراه او غزني کې ۱۴ طالبان وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ۱۰ طالبان د لویدیځ ولایت فراه او څلور نور یې په سوېلي ولایت هلمند کې وژل شوي دي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو د فراه ښار په څنډو کې پر یوه کلي په یوه ځوابي برید کې د طالبانو ۱۰ غړي وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا برید تېر مازدیګر (سرطان/ چنګاښ ۲۱مه) د طالبانو تر برید وروسته وشو، خو په لړ کې یې د پولیسو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.

د یوه بل خبر له مخې، د طالبانو یو نومول شوی قاضي د غزني په اب بند ولسوالۍ کې له خپلو درېیو ملګرو سره وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، د طالبانو دغه قاضي د ترهګریزو بریدونو په طرحه کولو او د صحرایي محکمو په جوړولو کې فعال ونډه لرله.

صحرایي محکمه هغې محکمې ته ویل کېږی چې حکم یې د متعارفې قضایي رویې له رعایتولو پرته لکه تورن ته له ځانه د دفاع حق او نور قانوني حقونو پرته صادر او عملي کېږي.

بېلابېلو سرچینو په وار وار د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورپکو ډلو، ځینو قومي مشرانو او خپلسرو کسانو لخوا ددغه ډول محکمو جوړولو خبره کړې ده.

طالبان چې مشخص دفتر او دیوان نه لري او دولتي قوانین هم په رسمیت نه پېژني، دغه ډول محکمې جوړوي.

طالبانو لا په فراه او غزني کې د خپلو ملګرو د وژل کېدو خبر په اړه څه نه دي ویلي.