BBC
 شاته

د نړۍ تاریخي الوتنه

Image caption ښاغلي پیکارډ او بورشبرګ د لمرينې انرژۍ په دې پروژه له دوه لسيزو زيات کار کړی.

په ابوظبۍ کې په لمرينه انرژۍ د چلېدونکې الوتکې په کېناستو سره هغه الوت (پرواز) بشپړ شو چې له ټولې نړۍ څخه د لمر په انرژۍ راتاو شوه.

د وروستي مهال لپاره برټارنډ پیکارډ د کپتان په توګه دا الوتکه د مصر له قاهرې څخه عربي اماراتو ته په خوندي توګه ورسوله.

هغه له خپل بل سويسي هېوادوال اندرې بورشبرګ سره په نوبت د نوې انرژۍ د ودې په موخه په دغه سفر کې د مهار او چلونې دنده لرله.

په دې سره له ابوظبۍ څخه د تېر کال د مارچ په نهمه پیل شوی سفر پای ته ورسېد.

ښاغلي پیکارډ ابوظبۍ ته په رارسېدو سره د خلکو د چکچکو او غورېږ پرمهال وویل: ''راتلونکی د پاکې انرژۍ دی، تاسو راتلونکی یاست، همدا اوس راتلونکی دی، راځئ چې مخ پروړاندې تلو ته دوام ورکړو''.

دا سفر چې ۱۷ پړاوه يې درلودل، ۴۲۰۰۰ کیلومټره واټن يې وهلی له څلور لويو وچو، درېو سمندرګيو او دوه سمندرونو تېرېدل پکې شامل دي.

تر ټولو اوږد الوت ۸۹۲۴ کیلومتره د جاپان له ناګویا څخه د امریکا هاوايي ته و چې ۱۱۸ ساعته وخت يې اخيستی او ښاغلي بورشبرګ په دې سره د نړۍ د تر ټولو اوږده بې وقفې پراوز ريکارډ ټینګ کړ.

Image copyright SOLAR IMPULSE

دا د نړۍ د هوايي سفرونو پرمهال له ۱۹ رسمي ريکارډونو څخه یو و.

ښاغلي پیکارډ او بورشبرګ د لمرينې انرژۍ په دې پروژه له دوه لسيزو زيات کار کړی.

Image copyright AFP