BBC
 شاته

د فرانسې یوه کلیسا کې ځینې کسان 'یرغمل شوي'

له فرانسې نه رپوټونه وايي، دوو وسله والو کسانو د فرانسې شمال کې روین ته څېرمه په یوه کلیسا کې ځینې کسان یرغمل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو د یوې سرچینې له خولې ویلي، په سېنټ اسټین یو رورې کلیسا کې وسله والو څلور یا شپږ کسان یرغمل کړي.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، په یرغمل شویو کې یو پادري او د هغه دوې خویندې هم دي.

د فرانسې ۳ تلوېزیون ویلي، د ډزو غږونه هم اورېدل شوي. د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې پولیس سیمې ته رسېدلي.

د سیمه ییزو رسنیو ناتایید شویو رپوټونو کې ویل شوي، دوه سړي چې په چړو سمبال وو، د پولسو په ډزو وژل شوي، خو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د فرانسې پولیسو پر ټویټر له رسنیو غوښتي چې کلابندې شوې سیمې ته نژدې ورنه شي او د سیمې وېډیو یا انځور هم خپور نه کړي.