BBC
 شاته

د بنګله دېش پولیسو د اسلامپالو پر پټنځای برید کې ۹ کسان وژلي

Image copyright AP

د بنګله دېش پولیسو ویلي، د اسلامپالې ډلې پر یوه پټنځای یې برید کړی او د هغوی ۹ کسان یې وژلي دي.

د بنګله دېش دولتي سرچینو د راپور له مخې، د سه شنبې ورځې (اسد/ زمري ۵مه) په لومړیو کې پولیسو د پلازمېنې ډاکې به کالیانپور سیمه کې پر یوې ودانۍ برید وکړ او ددې ودانۍ په څلورم پوړ کې د یوه اپارتمان له اوسېدونکو سره په جګړه شول.

دا برید هغه مهال پیل شو چې پولیسو سیمه کې کور په کور پلټنه کوله او کله چې دغه کور ته ورنژدې شول نو ددې اپارتمان اوسېدونکو د تېښتې په موخه لومړی پر پولیسو لاسي بم وغورځوه او وروسته یې پرې ډزې وکړې.

دواړو لوریو دوه ساعته ډزې سره تبادله کړې او په پایله کې ۹ وسله وال ووژل شو او یو یې په ټپي حالت کې پولیسو ونیوه. د پولیسو سرچینو ویلي، دا کس د ډزو له امله ټپي شوی و او اوسمهال روغتون کې دی او پوښتنې ګروېږنې به ترې وشي.

دولتي سرچینو ویلي، دا کسان په همغې ډلې پورې تړلي و چې د جون په لومړۍ نېټه یې په ډاکه کې پر یوه رسټورانټ برید وکړ او ځینې کسان یې یرغمل کړل.

ددغه یرغمل نیونې په لړ کې ۲۰ کسان ووژل شول چې تر ډېره بهرني وګړي و. ددغه سرچینو په وینا، کوم کسان چې د سه شنبې په ورځ ووژل شول، د نوي برید پلانونه یې جوړول.

پر رستورانت تر برید وروسته، اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ددې برید مسوولیت ومانه او د قربانیانو انځورونه یې پر دې سیمې د امنیتي مامورینو تر برید وړاندې په خپل وبسایټ کې خپاره کړل.

بنګله دېش چې اکثره وګړي یې مسلمانان دي، په وروستیو کلونو کې په تاوتریخوالو کې د فعالانو، سیکولر شخصیتونو، لیبرالانو او د نورو دینونو د وژل کېدو شاهد و چې په وروستیو میاشتو کې یې زیاتوالی موندلی.

په تېرو درېیو کلونو کې په دغه ډول بریدونو کې تر ۸۰ ډېر کسان وژل شوي او په دې موده کې هم القاعده شبکې او هم اسلامي دولت نومې ډلې ددې بریدونو مسوولیت منلی.