شاته

میشل اوباما او برني‌سندرز: هیلري‌ کلنټن باید ولسمشره شي

د امریکا د فلادلفیا په ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون لومړنۍ ورځ د سناتور برني‌سندرز په احساساتي‌ او هر اړخیزو خبرو ختمه شوه. ښاغلي‌ سندرز،‌ چې په مقدماتي‌ انتخاباتو کې د هیلري‌کلنټن مخکښ سیال و، په کلکه له خپلو پلویانو وغوښتل چې هیلري‌کلنټن ته رایه ورکړي.

سندرز وویل شاید ډېر داسې مسایل وي، چې هغه له هیلري‌سره پرې موافق نه وي، خو په خبره یې هیلري‌کلنټن د امریکا د جمهوري‌ریاست لپاره وړ او مناسب کس ده. هغه چې باید هیلري‌ کلنټن د امریکا راتلونکې جمهور رئیسه شي.

ښاغلي‌سندرز خپله اوږده وینا په دې ټکو ختمه کړه( زه افتخار کوم،‌ چې نن د هیلري کلنټن ‌تر څنګ ولاړ یم او د ملا یې تړم.) نوموړي په خپلو خبرو کې د جمهوري‌غوښتونکو ګوند د کاندید دونلډ ترمپ پر تګلارو هم کلکې نیوکې وکړې او وویل چې هغه ښاغلی ترمپ به هیڅکله هم د امریکا ولسمشر نشي‌ او له مکسیکو سره پر سرحد د دیوال جوړولو ارمان به هم پوره نشي.

تر ښاغلي‌ سندرز مخکې د ولسمشر اوباما میرمن،‌ میشل اوباما،‌ خبرې وکړې. هغې وویل هیلري‌ کلنټن یوازینۍ کاندیده ده،‌ چې د امریکا د جمهوري‌ ریاست د څوکۍ وړتیا لري. میرمن اوباما پر امریکایانو غږ وکړ، چې د نومبر په عمومي‌انتخاباتو کې داسې یو چاته رایه ورکړي،‌ چې په خبره یې د امریکا د راتلونکي‌ نسل په اړه فکر کوي.

د دوشنبې په ورځ د مازدیګر له څلورو بجو نهد ویناو لړۍ پیل شوه، چې په کې د متحدو ایالتونو د بېلابېلو ایالتونو استازو او سیاستوالو خبرې وکړي. د کډوالو، ښځو، همجنسبازانو، معلولیونو او د ټولنې د داسې نورو پاړکیو په استازولۍ خلکو خبرې وکړي،‌ او د ټولو خبرې پر همدې وې،‌ چې باید هیلري‌ کلنټن ولسمشر شي او دونلډ ترمپ ناکام شي.

د ویناو په منځ‌ منځ کې ځينو مشهورو سندرغاړو سندرې هم وویلې، ټوکمارانو او لوبغاړو ټوکې او ټکالې هم وکړي. سبا سه شنبه د کنواسیون دویمه ورځ‌ ده، چې مهم ویناوال یې د امریکا پخوانی ولسمشر، بل کلنټن، دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.