BBC
 شاته

جاپان کې ۱۹ معلولین په چړو وژل شوي

Image copyright AFP

د جاپان د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د معلولانو پر یوه پالنځي یوه ۲۶ کلن سړي د چړو برید کړی چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي دي.

په برید کې ۲۶ نور کسان سخت ټپیان شوي چې د ۲۰ ټپونه د اندېښنې وړ دي.

پېښه د سې شنبې په ګهيځ وختي ساګامیهار ښار کې شوې ده.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جاپان کې تر ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه ګڼل شوې ده.

پولیسو یو کس وروسته تر هغه ونیو، چې ځان یې پولیسو ته وسپاره.

رپوټونه وايي، نیول شوی ځوان شپږویشت کلن دی، چې د توکیو سوېل لوېدیځ ته ۴۰ کیلومتره لیرې یې په تسکوي یامایوري ګارډن مرکز کې کار کاوه.

Image copyright Other
Image caption برید کوونکی له برید وروسته موټر کې تښتېدلی، خو د موټر اشترنګ او ټایرونه یې په وینو ککړ وو

رپوټونه وايي، برید کوونکی دغه ځای ته د ګهیځ په دوه نیمو بجو ننوتلی او هلته یې موجود کسان په چړو وهلي دي.

برید کوونکي کړکۍ ماته کړې او هلته ننوتلی دی.

د جاپان کیادو خبری اژانس ویلي، د پېښې د قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.

ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او سړي دواړه دي.

ښ:اري چې برید کوونکي له برید وروسته پښې سپکې کړې، خو د تسکوکوی پولیسو ته یې ځان سپارلی دی.

د جاپان پر تلوېزیون خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي، چې له ودانۍ بهر ګڼ امبولانسونه ولاړ دي.

جاپان کې ډېر کم د ډله ییزې وژنې پېښې رامنځ ته کېږي، ځکه هلته د وسلې لرلو ټینګ قوانین پلی کېږي.

په ۲۰۰۸ کال د توکیو اکیهارابارولسوالۍ په یوه سوداګریزه سیمه کې یوه سړي اوه کسان په په چړې ووژل.

ترې وړاندې، په ۲۰۰۱ کال، یوه سړي، چې دماغي ستونزه یې لرله د اوساکا لومړني ښوونځي اته زده کووي په چړو وهلي وو.

Image copyright Reuters