شاته

برني سندرز: د ټرمب پر ضد هیلري‌کلنټن انتخاب کړئ

د امریکا د ډیموکرات ګوند مخکښ کاندید برني سندرز خپل پلویان وهڅول‌، د دونلډ ترمپ پر ضد، هیلري کلنټن ته رایه ورکړي. هغه د امریکا په فلادلفیا ښار کې خپلو سلګونو مینوالو ته خبرې کولې.

د هغه تر خبرو مخکې، د هغه ګڼو مینوالو مظاهرې وکړې او ګواښونه یې کول چې، هیلري کلنټن ته به رایه نه ورکوي.

خو، برني سندرز پر خپلو مینوالو ته وویل( دونلډ ترمپ په خپلو انتخاباتي‌ خبرو کې، لاتین امریکایانو، مکسیکويي‌ امریکایانو،‌ مسلمانانو او ښځو ته سپکاوی کړی دی او هغه نفرت خپور کړی دی).

ښاغلي سندرز له خپلو پلویانو په کلکه وغوښتل چې د ښاغلي ترمپ د کامیابېدو مخه ونیسي، خو د هغه ځینو پلویانو ګواښ کړی چې د ډیموکرات ګوند کوم کاندیدې ته به رایه ورنکړي.

کله چې ښاغلي سندرز د هیلري نوم واخیست، پلویانو یې چيغې او شورماشور شروع کړ. د هغه پلویان په دې پارېدلي‌،‌چې ولي‌ د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کمېټې مشرې، ډیبي وازرمن د مقدماتي‌ انتخاباتو پر مهال د ګوند نورو غړو ته ایمیلونه کړي‌ او د برني‌ سندرز د ناکامولو غوښتنې یې کړي. دا ایمیلونه د جمعې په ورځ د ویکيلیکس ویپاڼې خپاره کړل.

له دغې رسوایۍ وروسته ډیبي وارینز وویل چې له کنوانسیون وروسته به له خپلې دندې استعفی کوي او همدغه راز په کنوانسیون کې به وینا هم نکوي.

د هیلري‌د کمپاین ډله پر روسیې تور لګوي چې دا ایمیلونه یې خپاره کړي دي.