شاته

نياز بي بي :داعش می شپږ زامن ووژل

دداعش ډلې په سلگونه وسله والو د چنگاښ د مياشتې په دريمه د ننگرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ پر يو شمير سيمو بريد وکړ چې ځايی خلکو ته يي ځاني او مالي تاوانونه واړول .

نياز بي بي هغه مور ده چې وسله والو يې د جګړو پر مهال شپږ زامن ددې په مخ کې وژلي ، يو زوی او لمسې يی ورته ټپيان کړي دي.

نياز بي بي اشنا راډيو سره په مرکه کې وويل : له هيچا سره يي بدي او دښمني نه درلوده ، زامن يی د کور مخې پيتاوي ته ناست وو چې دداعش په نوم وسله والو یي زامن اول په ډزو وويشتل او بيا يی حلال کړل.

ميرمن نياز بی بی دا هم وويل چې دوئ د جگړې پر مهال له سيمې څخه تښتيدلي او زامن يې نورو خلکو خاورو ته سپارلي .

نيازبي بي زياتوي، له وژل شوو زامنو يې ورته کونډې او ٣۰ يتيمان پاتې دي او د هغو لپاره ډېره اندېښمنه ده ، هغه ويره لري چې د کور پاتې غړو ته يی زيان ونه رسيږي .

د داعش په لاس د وژل شويو شپږو زامنو مور نياز بي بي سره د نوشابې اشنا بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :