BBC
 شاته

خیبر پښتونخوا: بنو کې په خپل سر ټول پوښتنه کونکي نیول شوي

Image copyright Ehsan Khattak
Image caption ځايي خبریالان وايي الاسلم فاونډېشن یو غیر دولتي سازمان دی، چې د بیوزلو لپاره بسپنه کوي او مشر یې محمد اسلم حکیم دی

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې چارواکي وايي، د هغه سازمان مشر یې نیولی، چې په خپل سر یې یوه ټول پوښتنه کوله. په ټول پوښتنه کې له خلکو پوښتل شوي و، چې د پیاوړي پاکستان لپاره د دوی په نظر د پوځ مشر جنرال راحیل شریف، لومړی وزیر نوازشریف، عمران خان او که د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري زوی بلاول بوټو غوره دی.

ټول پوښتنه د دوشنبې په ورځ شوې او پولیس وايي د الاسلم فاونډېشن په نوم د دغه سازمان مشر محمد اسلم یې له دریو ملګرو سره تاوتریخوالي ته لمن وهلو په تور نیولی دی. د بنو پولیسو یوه افسر سعدالله خان په خبره، پولیسو محمداسلم او ملګري یې د بنو پریس کلب ته مخامخ د ټول پوښتنې ترسره کولو پر مهال له بینرونو، رایې پاڼو او رایو صندوقونو سره یو ځای نیولي دي.

د ځايي خبریال احسان خټک په خبره الاسلم فاونډېشن دغې ټول پوښتنې ته ' د ولسي جمهوري ټولپوښتنې ' نوم ورکړی و.

Image copyright Ehsan Khattak

د نوموړي په خبره دغه سازمان بینرونه او لوحې هم په سیمه کې ټومبلي وو او له خلکو یې غوښتل، چې د یادو کسانو تر منځ د یوه په اړه پرېکړه وکړي.

ځايي خبریالان وايي الاسلم فاونډېشن یو غیر دولتي سازمان دی، چې د بیوزلو لپاره بسپنه کوي او مشر یې محمد اسلم حکیم دی. له دې مخکې د یوې بلې ډلې ' موو ان پاکستان ' مشر میاکامران له دې کبله نیول شوی و چې وايي ټول هېواد کې یې داسې بینرونه لګولي وو، چې د پوځ مشر جنرال راحیل شریف ته یې لیکلي و:

د تلو خبرې زړې شوې، د خدای لپاره نور راشه.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې د دغو بینرونو په اړه ویلي و، چې دوی سره کوم تړاو نه لري.