BBC
 شاته

''ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان دي''

Image copyright AP

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د جولای په ۲۵مه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته زنګ وهلی او په کابل کې د شوي ځانمرګي برید غمرازي يې ورسره کړې. لومړي وزیر افغان ولسمشر ته په خبرو کې ویلي، ترهګر او ترهګرۍ پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونه ځپلي او ترهګر د دواړو هېوادونو ګډ دښمنان دي.

اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، لومړي وزیر په خبرو کې افغان ولسمشر ته په کابل کې د اوښتي سر زیان له کبله خواشیني څرګنده کړې او د ټپيانو د روغتیا لپاره يې ورته نیکې هیلې وړاندې کړې دي.

دا خبرپاڼه مخکې کاږي، له ښاغلي نوازشریف سره په خبرو کې افغان ولسمشر وویل، پاکستان او افغانستان دواړه هېوادونه له مودې راهیسې د ترهګرۍ ښکار دي او دواړه باید په ګډه د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف په دې ټيليفوني خبرو کې افغان ولسمشر ته له خپلې خوا د هر ممکنې مرستې او د دغه ځانمرګي برید په پلټنو کې ورسره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی. خبر پاڼه کاږي افغان ولسمشر هم له ښاغلي شریف څخه مننه کړې چې ورسره يې خواخوږي کړې.

د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف او افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني ترمنځ دا خبرې داسې وخت کې کېږي، چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې سړې وې او ترمنځ يې واټن زیات شوی و.