BBC
 شاته

ولسمشر غني کابل کې د 'داعش' برید ته ارزوونکی پلاوی ټاکلی

Image copyright arman

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دهمزنګ څلورلاري کې د 'روښنایۍ غورځنګ' د لاریون منځ کې د شوي ځانمرګي برید ارزونې ته یو پلاوی ټاکلی. دغه غورځنګ د نړیوالو سازمانونو په حضور د بې پرې څېړنې غوښتنه کړې.

د تېرې شنبې په ورځ د کابل دهمزنګ څلور لاري کې د 'روښنايي غورځنګ' د پلویانو لاریون کې ځانمرګی برید وشو، چې لږترلږه ۸۴ کسان پکې ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

ښاغلي غني دغه پلاوي ته امر کړی چې "ژر" خپل کار پیل کړي او راپور یې ولسمشرۍ ولسمشر ته وسپاري.

د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، چې ښاغلي غني د افغانستان د لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په مشرۍ دغه پلاوی ټاکلی دی.

پلاوي کې د ولسمشر دوه نور سلاکاران عباس بصیر او نصر الله ستانکزی هم دي.

د درو امنیتي بنسټونو مرستیالان هم د پلاوي غړي دي.

ولسمشر غني دغه پلاوی داسې مهال ټاکلی، چې د "روښنایۍ غورځنګ" د خلکو عالي شورا ټینګار درلود چې دا پېښه باید په بې پرې ډول د نړیوالو سازمانونو په حضور وارزول شي.

د لاریون چمتو کوونکو رسنیو ته ویلي، د حکومت پر ارزونې ځکه باور نه لريو چې دولت د لاریونیانو په امنیت نیولو کې پاتې راغلی دی.

خو له لاریون وړاندې ځینو افغان امنیتي بنسټونو کابل کې د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.