BBC
 شاته

اتمر د لوجستیکي او جنګي هلیکوپټرو پېرودلو لپاره روسیې ته تللی

Image copyright NSC

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جنګي او لوجستیکي چورلکو د پېرودلو لپاره روسې ته تللی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر د معلوماتو له مخې، ښاغلی اتمر د افغانستان هوایي ځواکونو لپاره د لېږد رالېږد ایم آی – ۱۷ ډوله او ایم آی – ۳۵ ډوله جنګي هلیکوپټرو برابرولو لپاره روسیې ته تللی دی.

نوموړی د خپل روسي سیال نیکولای پتروشووف په بلنه په څلور ورځني سفر مسکو ته تللی.

ددغه دفتر په خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې (اسد/زمري ۳مه) خپره شوې ویل شوي چې ښاغلی اتمر په دې سفر کې د روسې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د بهرنیو چارو، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره ګوري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چورلکو د پېرلو ترڅنګ ټاکل شوې د افغانستان پلاوی د خپلو امنیتي ځواکونو لخوا کارېدونکو روسي تجهیزاتو ته د مهماتو برابرولو او په افغانستان کې دننه د هوایي تجهیزاتو د ترمیم اسانتیاوو برابرولو پر سر هم له روسي لوري سره خبرې وکړي.

ښاغلی اتمر د غبرګولي په ۵مه هم مسکو ته خپل سفر کې غوښتنه کړې چې روسیه د افغانستان هوايي ځواک سره د جنګي الوتکو مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی په دې سفر کې د ښاغلي اتمر ملتیا کوي.

ددې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان چارواکي باور لري چې د ترهګرۍ ګډو ګواښونو ځپل، د نشه یي توکو له کښت، تولید او قاچاق سره مبارزه د افغانستان او روسې ګډو همکاریو ته اړتیا لري.

د افغان چارواکو په خبره، له دغو پدېدو سره مبارزې لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز مثبتې پایلې لرلي دي.

ښاغلي اتمر د تېر کال په دلو/سلواغې میاشت کې د روسیې له سفیر نه کابل کې ۱۰ زره میله کلاشنکوفونه ترلاسه کړل.

کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وویل، هېواد یې تراوسه افغانستان سره ۶۳ ایم آی – ۱۷ ډوله چورلکو مرسته کړې او همداراز د ایم آی – ۳۵ ډوله چورلکو پرزې د افغانستان په واک کې ورکړي او ددې هېواد تخنیکي ځواک ته یې په دې برخه کې روزنه ورکړې.