BBC
 شاته

د ترکیې ناکامه کودتا: د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی

Image copyright Reuters

د ترکیې ناکامې کودتا د بدلونونو په لړ کې ددې هېواد د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی.

د کودتا تر ماتې وروسته لومړیو ورځو کې د ولسمشر د ساتنې نژدې ۳۰۰ ځانګړي سرتېري نیول شوي وو.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدریم د شنبې په ورځ (اسد/زمري ۲مه) وویل، د ولسمشر ځانګړي ګارد ته "نوره اړتیا نشته."

د ترکیې د ولسمشر د ساتنې ځانګړو ځواکونو شمېر نژدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېږي چې لږ تر لږه ۲۸۳ کسان یې د کودتا تر ناکامېدو وروسته نیول شوي دي.

نن همداراز د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ چې د فتح الله ګولن زوی محمد سعید ګولن هم د شنبې شپې ناکامې کودتا په تړاو نیول شوی او له ارزروم ښار نه پلازمېنې انقرې ته لېږدول شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې شنبې ناکامې کودتا وروسته ددغه هېواد په دولتي، پوځي او تعلیمي بنسټونو کې پراخه "تصفیه" پیل کړې چې په لړ کې یې زرګونه د دولت کارکوونکي او پولیس له دندو لرې کړای شوي او د پوځ سلګونه لوړپوړي افسران هم نیول شوي دي.

ښاغلي اردوغان چې د تېرې پنجشنبې شنبې په ورځ (جولای ۲۱مه) ترکیه کې بیړنی حالت اعلان کړ، د شنبې په سهار د نیول شویو کسانو د بند موده هغوی ته د تور اورولو پرته وغځوله.

د بخښنې نړیوال سازمان په څېر د بشري حقونو سازمانونو د ترکیې پر دې پرېکړې اعتراض کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکیې دولت ته له تور اورولو پرته د نیونې قانوني مودې ډېرولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې "ترکیې تر هغه څه ډېر وړاندې ګام اېښی چې کودتا ته یو قانوني ځواب وبلل شي."

د راپورونو له مخې نن ۱۰۰۰ خصوصي ښوونځي او ۱۲۰۰ نورې خصوصي موسسې د هغه څه له امله چې "له کودتا سره اړیکه" بلل شوې، تړل شوي دي.