د کابل خونړی بريد په انځورونو کې
-
GETTY IMAGES
پلازمېنه کابل کې د هزار لږکيو له خوا له ترکمنستانه د برېښنا مزو د لارې بدلو په تړاو لاريون شوی و.
-
GETTY IMAGES
دوی غواړي چې د برېښنا مزې دې د سالنګ پر ځای له باميانو ولايته وغځول شي.
-
GETTY IMAGES
په لوی شمېر امنیتي ځواکونه د دې لاريون د امنيت خوندي کولو لپاره ګومارل شوي وو خو د دې سربېره هم دلته خونړۍ پېښه وشوه چې لسګونو کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ
-
GETTY IMAGES
په دغه لاريون کې د نارينه وو سربېره يو شمېر ښځينه وو هم ګډون کړی و.
-
GETTY IMAGES
کابل کې د امریکا سفارت د دغه سوله ییز لاریون پر مهال د بې ګناه وګړو په منځ کې د لسګونو کسانو وژل په کلکو ټکو غندلي دي
-
GETTY IMAGES
تر دې وړاندې د مې مياشت کې هم په کابل کې د هزاره توکمو له خوا په دې تړاو لسګونه زره راغونډ شوي وو.
-
GETTY IMAGES
-
GETTY IMAGES
-
GETTY IMAGES
د پېښې ټپیان د دارالامان په سړک استقلال روغتون ته د پوځیانو په موټرو کې لېږدول شوي. حکومت تېر ماښام د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی و.
-
GETTY IMAGES
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ رسنیو ته په یوه استول شوې ویناپاڼه کې د لاریونیانو منځ کې برید غندلی دی. ولسمشر غني ټولو بنسټونو او دولتي چارواکو ته امر کړی چې د ملي امنیت او سردار محمد داود خان روغتونو په څېر مجهزو روغتونونو د ټپیانو په لېږدولو او درملنه کې خپل ټول امکانات وکاروي.
-
GETTY IMAGES
ويل کېږي چاودنه د افغانستان دغه بیرغ او چترۍ ته څېرمه شوې وه. په موبایل اخیستل شوې وېډیوګانې ښيي چې دغه بیرغ په میدان کې پاتې دی او خلکو ترې شاوخوا منډې وهي.
-
GETTY IMAGES
د روغتيا وزارت چارواکو په وينا په دغه برید کې د وژل شو شمېر له ۶۱ اوښتی او له ۱۰۰ زيات کسان په کې ټپيان شوي، د ځينو ټپيانو حالت نازک ښودل شوی داسې وېره شته چې د وژل شويو کسانو په شمېر کې زياتوالی راشي.