BBC
 شاته

د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د رومانيا ماشومان چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې کار کوي

3 جولای 2016 - 13 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 18:35 گرینویچ

په رومانیا کې ۳۵۰ زره داسې ماشومان دي، چې پلرونه يې د اروپا نورو برخو کې په کارونو پسې تللي او دوی یې يوازې پرې ايښي دي.

د دغو ماشومانو ۴۰ سلنه حالتونو کې یې مور او پلار دواړه تللي دي.

د اروپايي ټولنې قانون له مخې رومانيايان د اروپا لروبر تلی او هم د ښو پيسو دندې موندلی شي، داسې کارونه چې خپل ټاټوبي کې يې نه وي.خو د دغو سفرونو او بهر کې د مزدوريو له پايلو يې ماشومان کړېږي.