افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ اولمپیک لوبو لپاره برازیل ته ولاړل
افغان لوبغاړي د ۲۰۱۶ کال اولمپیک لوبو کې د ګډون په موخه د برازیل په لور روان شول.
د افغانستان د اولمپیک ملي کمېټه وايي په دغه پلاوي کې درې لوبغاړي چې دوه یې د اتلتیک او یو یې د جودو په برخه کې لوبه کوي شامل دي.
له پلاوي سره روزونکي هم ملتیا کوي.
افغانستان ونه شو کولای د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو لپاره چې د برازیل په رویو کې ښار کې ترسره کیږي، مقدماتي لوبو کې په خپل مټ ونډه یا سهمیه ترلاسه کړي.
د افغانستان د اولمپیک کمېټې مشر ظاهر اغبر بي بي سي ته وویل د افغان لوبغاړ په ورزشي کاروان کې وهاب ظاهر او کیمیا یوسفي د ځغاستې او توفیق بخشي د جودو په برخې کې سیالي کوي.
افغان لوبغاړو ته دغه ونډه د سپینو کارتونو یا په افتخاري ډول ورکول شوې ده.
ښاغلی اغبر وايي د افغانستان لپاره د اولمپیک لوبو یواځنی مډال راوړونکی روح الله نیکپا هم دغو سیالیو ته د میلمه په توګه بلل شوی او ښايي په پرانیستونکو مراسمو کې د افغانستان بیرغ هم ولېږدوي.
په مخکنیو اولمپیک لوبو کې د افغانستان لپاره تکواندو ښې لاس ته راوړنې لرلي او په خپل مټ یې سهمیه هم ترلاسه کړې وه. د تکواندو په برخه کې افغانستان خپل یواځني د اولمپیک دوه مډالونه لري. چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ المپیک سیالیو څخه یې ترلاسه کړي دي.
افغانستان په تکواندو کې د نړۍ په کچه په لسو غوره هېوادونو کې شمېرل کېده خو اوس د نړۍ د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو ترمنځ په وروستیو کتارونو کې راځي. چې لامل یې تر ډېره په سپورتي ادارو کې خپلمنځي اختلافونه بلل کیږي.
د ریو اولمپیک سیالیو ته شاوخوا دوه اونۍ پاتې دي. د افغانستان د اولمپیک کمیټې چارواکي وايي افغان لوبغاړي به تر هغه وخته په برازیل کې خپلو تمرینونو او تیاریو ته دوام ورکوي.