شاته

هند کې ۱۰۰ کسه د اورګاډي پیښه کې مړه شوي

د اورګاډي ۱۴ واګونونه له یو بل نه جلا شول، له لیکي ووتل او چپه شول.‌

څه باندې سل مسافر هغه مهال مړه شول او شاخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول چې اورګاډی یې له لیکې ووت او نسکوره شو.

پېښه د یکشنبه په شپه د هند د اتار پراديش په ایالت کې وشوه. سیمې ته لسګونه امبولانسونه تللي چې زخمیان او مړي روغتون ته انتقال کړي.

د پولیسو یو مشر دلجیت چوهدري اسوشیټډ پرس ته وویل چې شاید د مړو او زخمیانو شمېر زیات شي ځکه چې د ځینو حالت ښه نه دی.

یو عیني شاهد ستیش کمار وویل چې اورګاډی عادي روان و، خو یو نا څاپه ودرېده او چې خلک د باندې را ووتل چپه شوي وایګونونه یې ولیدل.

ځیني وایګونونه له یو بل سره ټکر شوي او شاید همدې پېښې ډېر خلک وژلي او ژوبل کړي وي، تراوسه لا د پېښې اصلي علت معلوم نه دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د هند د حکومت په یو راپور کې ویل شوي وو چې هرکال د اورګاډو د چپه کېدو په پېښو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۱۵۰۰۰ کسان مري چې تر ډېره یې علت زاړه وسایل او د کارکوونکو ستړیا وي.

د هند داورګاډو د چپه کېدو تر ټولو بده پېښه په ۲۰۰۸ کال کې وشوه چې یو اورګاډی د باغمټي په سیند کې وغورځېده او ۸۰۰ کسان په کې مړه شول.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې چې د خپل هېواد د اورګاډو د سیسټم د ښه کولو او سمولو لپاره به په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۳۷ میلیونه ډالره لکوي. شاوخوا ۲۳ میلیونه هندیان په خپل ورځني ژوند کې له اورګاډي نه استفاده کوي.