شاته

افغان ځوانان د نړیوال سیاست په لور 

۱۶۰ځوانان په کابل کې راټول شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان غونډې تمثیل کړي، دا ځوانان په دې غونډه کې دا زده کوي چې څه ډول په ملګرو ملتونو کې د یوه هېواد استازیتوب وکړي، د خپل هېواد مسایل له نورو سره مطرح کړي او له خپل سیاست او پرېکړو ننګه وکړي.

د ملګرو ملتونو لومړنۍ تمثیلي غونډه په ۲۰۱۴ کال کې په کابل کې جوړ شوه، خو په نورو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له جوړېدو وروسته دغسې غونډې او کنفرانسونه کېدل.

په کابل کې د ملګرو ملتونو تمثیلي غونډې د ملګرو ملتونو د سازمان په څېر د بشري حقونو، عمومي غونډې، ښځو او امنیت په برخه کې څلور کمېټې درلودې.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د تمثیلي غونډې د عمومي روابطو مشره نرګس باران وايي، د دې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې یې ځوانان په دې وپوهول چې ملګري ملتونه څه ډول غونډې کوي او کوم کارونه ترسره کوي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.