شاته

په مدیترانیې بحیرې کې سږ کال زرګونه کسان ډوب شوي

د مدیترانیې په بحیرې کې یو ځل بیا د مهاجرینو او پنا غوښتونکو مړینه زیاته شویده. دغه کسان چې اکثره یې د لویدیځې افریقا د هیوادونو اتباع دي کوښښ کوي چې په وړو ربړي کښتیو کې ځانونه اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د مهاجرت نړیواله ادارې یا آی او ایم وایي چې یوازې پدې تیرو درېو ورځو کې تقریباً درې سوه او پنځه شپیته کسان د مدیترانیې په بحیرې کې ورک شویدي. داسې ویره موجوده ده چې دغه کسان به په اوبو کې ډوب شوي او وژل شوي وي. اکثره دغه کسان د لیبیا او ایټالیا تر منځ په اوبو کې ډوبیږي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې سږکال د مدیترانیې په بحیرې کې څلور زره شپږ سوه او شپږ دیرش کسان ډوب شوي او وژل شویدي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ویاند لیونارډ ډویل پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل" په روانې میاشتو کې مونږ درې سوه او پنځه کسان ثبت کړیدي چې مړه شویدي چې د تیر کال د همدې میاشتې په پرتله د خلکو مړینه شپږ چنده زیاته شویده. زمونږ اټکل دا وایي چې د پروسږکال همدې وخت په پرتله به سږ کال شاوخوا زر کسان پدې میاشتې کې د مدیترانیې په بحیرې کې ډوب شي. "

د مهاجرت د نړیوالې ادارې دغه چارواکي وایي یو دلیل چې ولې دومره زیات خلک د مدیترانیې په بحیرې کې پدې وخت کې وژل کیږی دا دی چې پنا غوښتونکي په خرابې هوا کې سفر کوي او بله دا چې د بحر د اوبو وضعیت ته هم پام نکوي چې پدې مودې کې ډیر خطرناک وي.

ځیني کسان چې ژوندي پاتې شویدي، ملګرو ملتونو ته یې ویلي دي چې قاچاقبران په زور خلک مجبوره کوي چې په وړو ربړي کښتیو کې کښیني. پدې کښتیو کې دومره ډیر کسان سپریږي چې د اوبو په منځ کې کله چې څپې راشې، کښتۍ د اوبو نه ډکیږي او په اوبو کې ډوبیږي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې ویاند لیونارډ ډویل زیاته کړه چې " پنا غوښتونکو ته دا فکر او هیله ورکول کیږي چې د مدیترانیې د بحیرې نه په آسانۍ او بغیر د کوم خطر نه تیر شي. خو کله چې هغوي د سمندر غاړې ته راشي او ربړي کښتۍ وګوري، بله لار ورته نه وي پاتې. هغوي په پیاده ګرځیدو دومره ستړې شوي وي چې د بیرته تګ شیمه پکې نه وي او په همدې کښتیو کې د سفر کولو لپاره زړه ښه کوي چې د مرګ خطر لري. د دې نه معلومیږي چې دغه شان وضعیت ډیر خطرناک دی. "

پنا غوښتونکي په پلاستیکي کښتیو کې دغه خطرناک سفر طی کوي

پنا غوښتونکي په پلاستیکي کښتیو کې دغه خطرناک سفر طی کوي



ډویل وایي ډیر لږ داسې پنا غوښتونکي دي چې پدې خطرناک سفر کې ځانونه تر ایټالیا پورې رسوي. ملګري ملتونه وایي دغه خلک پدې خاطر اروپایي هیوادونو ته ځي ښه ژوند ولري او خپلو کورنیو ته پیسې ولیږي.

خو ستونزه دا ده چې د اکثرو پنا غوښتونکو په ځانګړې ډول هغوي چې د ګامبیا، نایجریا، سنیګال، مالي او یا د لویدیځې افریقا د نورو هیوادونو نه اروپا ته ځي، د پنا غوښتنې عریضې یې نه قبلیږي.

دويته اقتصادي مهاجر یا پنا غوښتونکي ویل کیږي . هغوي مجبوره کیږي چې ځانونه د اروپا په کوم هیواد کې پټ کړي او یا به د حکومتونو لخوا بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.