شاته

په موصل کې د عراقي قواو پرمختگ - د داعش ځانمرگې حملې

په داسې حال کې چې عراقي سرتیري په موصل کې خپل پرمختگ ته دوام ورکوي د اسلامي دولت ډلې ځانمرگو حملو ته زور ورکړی.

د امریکا پر مشرۍ ایتلاف په ملاتړ د عراق د ترهگرۍ ضد ځانگړو قواو د جمعې په ورځ د موصل په شمال ختیځ کې په تحریر ولسوالۍ حمله وکړه، خو داعش په ځانمرگو بریدونو هڅه کوي چې د هغوی مخه ډب کړي.

د تحریر د ولسوالۍ له هغې سیمې څخه چې ځانگړو قواو نیولې د رویترز اژانس یو خبریال وایي ملکي وگړي له سیمې نه په داسې حال کې تښتي چې خپل مالونه یې په کراچیو کې بار کړي او سپین بیرغونه رپوي.

د اکتوبر د میاشتې له ١٧ څخه چې جگړې زور واخیست د داعش جنگیالي د موصل له شاوخوا څخه د ښار مرکزي برخې ته په شا شوي.

د عراق د ځانگړو قواو یو جنرال عبدالوهاب السعیدي وایي "زمونږ پرمختگ د ملکي وگړو په وجه ورو دی". هغه زیاتوي چې د امریکایي ځواکونو له لورې روزل شوي واحدونه به د ورځې په اوږدو کې شاوخوا سیمې تصفیه کاندي.

د موصل د بیرته نیولو جگړه دوهمې میاشتې ته داخله شوې، خو عراقي حکومتي قواوی لاهم د موصل ښار په ختیځ کې په شاوخوا ٥٠ ځایونو کې په جگړه بوخت دي. د دجلې سیند ددې سیمې له منځه تیریږي او دا سیمه یې په دوو برخو ویشلې ده.

د داعش جنگیالیو د ولسي خلکو په منځ کې ځای نیولی او د هغوی څخه د یو دفاعي تکتیک په توگه استفاده کوي چې د هوایي حملو مخه ونیسي. د داعش جگړه ماران همدا شان د ښار په تونلونو کې اخوا دیخوا گرځي، پر حکومتي ځواکونو باندې د موټر بم ځانمرگې حملې کوي.

د داعش د جنگیاليو مقاومت

د اسلامي دولت د ډلې د یوې آنلاین مجلې "النبا" په وینا د هغو جنگیالیو شمیر په زیاتیدو دی چې غواړي ځانونه والوزوي. دغې خپرونې د اسلامي دولت د یو قوماندان له خولې لیکي "مونږ تاسې ته ښه خبر درکوو چې د هغو وروڼو شمیر ډیر زیات دی چې "شهادت" ته تیار دي."

د ٢٠٠٣ کال راهیسې چې د امریکا پر مشرۍ ایتلافي ځواکونو پر عراق برید وکړ او صدام حسین یې وپرځاوه، د داعش څخه د عراق د دوهم ستر ښار موصل د بیرته نیولو عملیات تر ټولو ستره جگړه ده.

د عراق پوځ اټکل کوي چې په موصل ښار کې له ٥٠٠٠ څخه تر ٦٠٠٠ پورې د داعش وسله وال شته چې پر وړاندې یې د کردانو او شیعه ملیشو په گډون د عراق د حکومت د ایتلاف سل زره سرتیري جنگیږي.

د موصل ښار د نیولو د جگړې ناڅرگنده پای

عراقي مقامات له دې ډډه کوي چې د موصل ښار د بشپړه نیولو لپاره یوه نیټه وټاکي، خو ښایي دا جگړه څو میاشتې دوام وکړي.

د داعش جنگیالیو پر عراقي پرمختلونکو قواو متقابلې حملې پیل کړي دي او هڅه کوي چې پر هغوی باندې د ښار په تنگو کوڅو کې چې لاهم له ملکي وگړو ډکې دي وژونکي حملې وکړي.

عراقي مقاماتو تر اوسه د موصل ښار د جگړې د تلفاتو شمیرې نه دي خپرې کړي چې څومره حکومتي سرتیري، ملکي وگړي او یا د داعش جنگیالي وژل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د اټکل له مخې د جگړو له وجې نژدې ٥٩ زره وگړي بې ځایه شوي دي. په دې شمیر کې هغه زرگونه کسان نه دي شامل چې د اسلامي دولت ډلې د موصل له شاوخوا سیمو څخه په زور له ځانه سره ښار ته بیولي چې د بشري سپر په توگه ترې کار واخلي.