د مونیخ برید
-
AFP
د جرمني پولیس وايي، د مونیخ ښار اولمپیا په نامه پر یوه سوداګریز مرکز برید کوونکی ۱۸ کلن ایراني الاصله جرمنی دی، چې د برید انګیزه یې "کاملاً نامعلومه" ده
-
AP
. په برید کې لږترلږه نهه کسان وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.
-
AP
پولیس وايي، برید کوونکي وروسته خپل ځان وژلی دی.
-
AP
د جرمني پولیسو خبریالانو ته ویلي، دغه کس د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت درلود او په مونیخ کې اوسېده.
-
AFP
د پولیسو په وینا، د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
-
Reuters
په لومړي سر کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني برید کوونکي درې کسان دي.
-
Reuters
د بریدګر مړی له اولمپیا خرڅلاو مرکز نه نژدې یو کیلومتره لیرې موندل شوی دی.
-
Getty
د مونیخ د پولیسو مشر هبرټوس اندرې د شنبې په ګهیځ وختي خبریالانو ته وویل، د مشکوک برید کوونکي په اړه له پولیسو سره ډېر معلومات نه شته، او له ترهګرو ډلو سره یې هم د تړاو په اړه اوس څه نه شي ویل کېدای، خو څېړنې یې روانې دي.
-
Reuters
د سوداګریز مرکز هټيوال نه دي توانیدلي له خپلو دوکانونو ووځي.
-
Reuters
جرمني کې له هغه وروسته چې تېره دوشنبه یوه کډوال زلمي پر اورګاډي کې پنځه کسان ټپیان کړل امنیتي ځواکونو ته د "تیارسئ" امر شوی دی.
-
Reuters
چارواکو له دې مخکې د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و. د هغه برید پړه "اسلامي دولت" نومي ډلې منلې وه.
-
EPA
له دې مخکې د پولیسو سرچینو له قوله ویل شوي و، چې ګواکې برید کې ګڼ کسان وژل شوي دي، خو پولیس په رسمي توګه د دغه خبر له تاییدولو ډډه کړې.
-
EPA
د پولیسو پر فېسبوکپاڼه د عیني شاهدانو له قوله لیکل شوي، چې دوی درې کسان لیدلي چې ټوپک یې درلودل.
-
EPA