شاته

په فراه کې طالبانو ٨ پولیس وژلي دي

د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د افغان امنیتي قواو پر پوستو باندې په برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند محمد ناصر مهري د امریکا غږ ته ویلي چې دغه پیښه تیره شپه د بکواه په ولسوالۍ کې په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې وسله والو طالبانو د افغان سرتیرو پر امنیتي پوستو باندې ډله ییز برید وکړ.

ښاغلي مهري وویل چې په دې جگړه کې طالبانو ته هم زیان رسیدلی دی خو د هغوی د تلفاتو دقیقې شمیرې نشته.

له بلې لورې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ویلي دي چې د تیرې شپې په جگړه کې ١٣ پولیس وژل شوي دي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

ځنیو رسنیو هم د ١٣ تنو افغان پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، خو د فراه د والي ویاند ښاغلي مهري دغه شمیره ردوي او وایي چې یواځې اته پولیس وژل شوي دي.

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي دا هم وایي چې ددې نښتې وروسته طالبان له سیمې ووتل او اوس دا ځای د افغان ځواکونو په کنترول کې دی.

له بلې خوا د اسوشیتید پرس اژانس وایي د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ د حملې مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې طالبانو پر امنیتي کاروان باندې په حملې کې یو شمیر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

رپوټ: د امریکا غږ خبریال خلیل نورزایي