شاته

ولسي جرګې له خوا حکومت ته د بودیجې د نه تصویب ګواښ

ولسي جرګې له افغان حکومت غوښتې چې دغې جرګې سره دې د مخامخ کیدو څخه ډډه وکړي او که نه دا جرګه به د نوي مالي کال بودیجه تصویب نه کړي.

دافغانستان د ولسي جرګې لومړی نایب حاجي ظاهرقدیر وایي دغه جرګه افغان حکومت سره د مخامخ کیدو نیت نه لري او د ملي یووالي د حکومت یو شمیر وزیران یې یوازې د خپل هیواد د ملي ګټو پر اساس استیضاح کړي دي.

حاجي ظاهر قدیر نن د جمعې په ورځ په کابل کې د پخوانیو مجاهدینو د یو پخواني مشر صادقي نیلي شپږویشتم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، چې حکومت دې هم دغې جرګې سره د مخامخ کیدو پرځای ګډ کار لپاره رامخې ته شي.

ښاغلي قدیر وویل " په همدې اساس د افغان حکومت څخه غواړو چې د مخامخ کیدو پر ځای چې په مخامخ کیدو کې څه نه شي ترلاسه کیدلی باید مونږ یوځای کار وکړو، د افغانستان ولسي جرګه هیڅکله د افغانستان دوو قوو سره مخامخ کیدو په لور نه ځي، خو د خپلو بې وزلو خلکو د حقونو څخه ترمرګه دفاع کوي او دا ځکه چې دا د هغوی حق دی".

د افغانستان ولسي جرګې د روانې اونۍ په اوږدو کې د ملي یووالي د حکومت شپاړس وزیران استیضاح کړل چې په ترڅ کې یې د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني په ګډون اوه وزیران سلب صلاحیت شول.

د ولسي جرګې له خوا د وزیرانو د سلب صلاحیت د بهیر د پیل لږ وروسته جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ کابینې پریکړه وکړه چې د دغې جرګې له خوا د وزیرانو د سلب صلاحیت په مسله د افغانستان سترې محکمې نظر واخلي او د سترې محکمې تر پریکړې ټول وزیران خپل کار ته دوام ورکړي.

د افغانستان سترې محکمې تراوسه په دې مسله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

خود ولسي جرګې لومړي نایب یو ځل بیا د ملي یووالي د حکومت مشرانو ته مشوره ورکړه چې سترې محکمې ته د مخ اړولو څخه دې تیر شي او د دغې جرګې پریکړې دې ومني او له کارڅخه د ګوښه شوو وزیرانوپرځای نوي وزیران پارلمان ته د باور د رایې د اخیستلو لپاره ورولیږي.

ښاغلي قدیر وویل "او که چیرې داسې ونه کړي، قانون مونږ ته واکونه راکړي او د اساسي قانون مادې لرو او په ډیر ارامتیا سره یې بودیجه بندو، کله چې بودیجه ورنه کړې وزیر صاحب څخه کوي، حکومته ته مجبور یې چې وزیر معرفي کړئ بله لاره نه لرئ".

د افغانستان جمهوري ریاست وایي لا هم د وزیرانو د استیضاح په مسله د سترې محکمې پریکړې ته انتظار اوباسي.

د حاجي ظاهر قدیر له وینا وړاندې د صادقي نیلي شپږویشتم تلین غونډې ته د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم وینا وکړه، هغه د ولسي جرګې په پریکړه باندې خبرې ونه کړې او ترډیره یې د افغانستان په ادارې جوړښتنونو کې د قومي توان په مسله او په مساوي ډول د تلي بودیجې د مصرف په هکله وغږیده.

ښاغلي دانش وویل " په دې ورځو کې د ملي یووالي په حکومت کې د یوې طرحې باندې کارکیږي چې څنګه کولی شو په دې برخه کې یو تازه ریفورم رامنځ ته کړو او په همدې اساس په نږدیو ورځو کې یو فني او مسلکي ټیم به وګارل شي چې د ټولو ادارو رهبري د معنیتونومرستیالانو او رئیسانو ترکچې وڅیړي او په ادارو کې د مشارکت اندازه او قومي توازن په اړه یو وړاندیز حکومت ته وړاندې کړي ".

خو ښاغلي دانش د کابنیې په هغه غونډه کې چې د حکومت د یو شمیر وزیرانو د ولسي جرګې د استیضاح په اړه دا اونۍ جوړه شوې وه، د ولسي جرګې د وزیرانو د استیضاح بهیر په داسې حال کې چې وکیلان د خپلې کاري مودې څخه یو کال نور هم کار ته دوام ورکوي ترپوښتنې راوستی وو.

همداشان د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د وزیرانو په غیاب کې د استیضاح مسله هم د قانوني پلوه ترپوښتنې راوستې ده او ویلي دي چې د افغانستان په تقنیني اسنادو کې په غیاب کې د استیضاح مسله شامله نه ده.