BBC
 شاته

کابل کې د 'جنبش روشنايي' پلویانو لاریون پیل کړ

Image copyright .
Image caption د "جنبش روشنايي" د ځینو غړو په خبرپاڼه کې راغلي "دوې ورځې وړاندې، د ملي یووالي حکومت یو جګپوړی پلاوی د جنبش روشايي عالي شورا ته واستول شو او د ترکمنستان د برېښنا په تړاو یې د خبرو لپاره لیکل شوې طرحه وړاندې کړه".

د ولسمشر محمد اشرف غني د دویم مرستیال سرور دانش له ادرسه د زمري/اسد پر لومړۍ نېټه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د حکومت او "جنبش روشنايي" ترمنځ هوکړه شوې، چې د زمري پر ۲ نېټه به کابل کې لاریون نه کېږي.

خو د دغه جنبش غړو بي بي سي ته د زمري پر ۱ نېټه وویل "سر له سبا به کابل کې "میلیوني"؟ او نامحدود لاریونونه وکړي".

د شنبې په ګهیځ کابل کې لاریون پیل شو. د کابل ښار کې د معمول خلاف، امنیتي تدابیر ټینګ شوي او د ښار مرکز ته په ګڼو لویو لارو او واټونو کې د اړدوړ ضد پولیس ځای پرځای شوي او د خلکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره یې موانع ځای پرځای کړي.

په ډېری واټونو کې پلي کسانو ته هم د تلو اجازه نه ورکول کېږي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، له ترکمنستانه د ۵۵۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د مزو د تګلوري پر سر ځینې لانجې راپورته شوې، خو د ملي یووالي حکومت له پیله د حکومت او د خلکو د عالي شورا د استازو د یوه ګډ کمیسیون جوړولو وړاندیز وکړ، چې د مسالې ټول اړخونه وڅېړي او ولسمشر ته یې پایلې وسپاري.

سرور دانش وايي، د جنبش روشنایي ځینو مخکښو مشرانو ته قناعت وکړ، چې د کمیسیون د څېړنو تر پایه او د کابینې تر مصوبې پورې به دوی نه راوځي:

"خو ځینو کسانو د خلکو له احساساتو په ګټې اخیستو سره، د ولسمشر له خوا لاسلیک شوی حکم بابیزه وګاڼه او د ثور/غويي ۲۷ لاریونه یې وکړ. بالاخره اوس مو بیا د حکومت له خوا د خبرو وړاندیز وکړ چې لاریون لغوه شي، همدا وو چې ځینو مشرانو د خبرو لاره غوره وبلله".

د ولسمشر مرستیال له خلکو غوښتي چې د ځینو کسانو له خوا تېر نه ایستل شي، خپل احساسات کابو او له هر راز "غیر ضروري" مظاهرو کولو ډډه وکړي.

Image copyright .

خو د "جنبش روشنايي" د ځینو غړو په خبرپاڼه کې راغلي "دوې ورځې وړاندې، د ملي یووالي حکومت یو جګپوړی پلاوی د جنبش روشايي عالي شورا ته واستول شو او د ترکمنستان د برېښنا په تړاو یې د خبرو لپاره لیکل شوې طرحه وړاندې کړه".

د حکومت غبرګون

د ولسمشرۍ مرستیال ویاند بي بي سي ته ویلي، ددغو لاریونونو ترشا سیاسي موخې دي، چې په وینا یې له حکومتي چوکاټه بهر ځینې کړۍ هڅه کوي پر حکومت بېلابېل فشارونه راوړي چې همدغه لاریونونه د فشار یوه وسیله هم کېدای شي.

شاه حسین مرتضوي وویل، تېر لاریونونه د بامیانو د برېښنا د خوندیتابه لپاره وو، چې بودیجه یې تصویب شوه او بامیانو ته د برېښنا رسولو کار رسماً پیل شوی دی.

Image copyright ARG
Image caption شاه حسین مرتضوي: د لاریونونو ترشا د سیاسي کړیو لاسونه دي

دی وايي، د افغانستان مرکزي سیمو ته د برېښنا رسولوارزونه په راتلونکو شپږو میاشتو کې پوره کېږي.

دی وايي، د ۱۳۹۸ کال تر لیندۍ/قوس میاشتې پورې به د بامیانو ۲۰ کورنیو ته برېښنا ورسول شي.

مرتضوي وايي، سوله ییز لاریونونه د خلکو حق دی او حکومت یې د قانون په چوکاټ کې د امنیت نیولو مسؤولیت لري.

دی وايي، په ګډ کمیسیون بامیانو ته د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا ځانګړې کولو پرېکړه وشوه.

د زمري په لومړۍ نېټه بامیانو کې هم ځینو کسانو د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د تګلوري بدلولو په پلوۍ لاریون کړی و.

خوست کې نن د یوې لویې غونډې پرمهال د دغه ولایت زرګونو اوسېدونکو د ملي یووالي پر حکومت نیوکې وکړې، چې ګواکې د کمپاین پرمهال یې پر کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

غونډې ته په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازي همایون همایون وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیز کمپاین پرمهال له دوی سره د خوست او غلام خان ترمنځ سړک د ټرانزیټ کېدو، خوست ته د واردتي برېښنا غځولو او د دغه ولایت د هوایي ډګر جوړولو ژمنې کړې وې.

د برېښنا شرکت اعلان

د افغانستان برېښنا شرکت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي بامیانو او مرکزي سیمو ته د څه باندې ۲۰ زرو کورنیو لپاره د برېښنا رسولو اسانتیا برابره شوې ده.