شاته

د استازو مجلس په ایران د الوتکو د خرڅولو په خلاف لایحه منظوره کړله

د متحده ایالاتو د استازو مجلس پرون د پنجشنبې په ورځ په ایران د ایر بس او بوینګ الوتکو د خرڅولو د مخنیوي لپاره لایحه منظوره کړله.

د جمهور رئیس براک اوباما حکومت په ایران د دغو تجارتي الوتکو د خرڅولو منظوري ورکړې وه خو په پروني رایه ګیرۍ کې د جمهوري غوښتونکو تر څنګ اوو دیموکراتانو هم په ایران د الوتکو د خرڅولو پر ضد رایې ورکړلې.

د استازو د مجلس اکثریت غړي جمهوري غوښتونکي دي. په پرونۍ رایه ګیرۍ کې ټولو دوه سوه او درې څلویښتو جمهوري غوښتونکو د دې معاملې په خلاف او یو سل څلور اویا دیموکراتانو بیا مثبتې رایې ورکړې و.

د استازو د مجلس د دې پریکړې له مخې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت هغو بانکونو ته جواز نشي ورکولی چې د ایران نه د تجارتي ا لوتکو د خرڅولو په بدل کې پیسې اخلي.

اکثره جمهوري غوښتونکي د ایران سره د اتومي موافقې په کیدو خوښ ندي او دا یې د مخالفتونو په لړ کې یو بل اقدام دی.

بوینګ او ایر بس د الوتکو شرکت پلان درلود چې په ایران تقریباً دوه سوه الوتکې وپلوري. که چیرته دغه معامله ترسره شوې وه د ایران د الوتکو او هوایي چلن لپاره غټ پرمختګ و ځکه چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له وجې ایران د خپلو الوتکې پرزې په قاچاقي لارو تر لاسه کولې .

جمهوري غوښتونکي وایي ایران ښایي د دغو الوتکو نه د خپلو نظامي اهدافو لپاره کار واخلي. دوي وایي ایران به په همدې الوتکو کې جګړه ماران سوریې ته انتقال کړي او هلته به د امریکا او متحدینو په خلاف یې جګړه وکړي.

د استازو د مجلس دا پریکړه باید چې اوس د مشرانو جرګه هم تائید کړي خو سپینې ماڼۍ ویلي دي که د مشرانو جرګه یې هم تائید کړي جمهور رئیس اوباما به دا پریکړه ویتو کړي.

د اوباما حکومت وایي چې دا پریکړه د ایران سره د اتومي موافقې نه سرغړاونه ده ځکه ایران پدې موافقې کې منلې وه چې خپل اتومې پروګرام به پدې شرط محدود کړي چې اقتصادي بندیزونه ترې لیرې شي.